شاته

د ماسک تړلو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان نوې سپارښتنې

د روغتیا نړیوال سازمان د ماسک پر تړلو ټینګار کوي او په دې اړه یې نوې لارښوونې کړې دي چې له پخوانو سره توپير لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر په نړۍ کې تر څلور لکه اوښتی دی او اوس یې لاتین امریکا ته داسې مخه کړې ده چې د یوې برازیلۍ ورځپاڼې سرلیک دا دی چې کرونا ویروس په هره دقیقه کې د یوه برازیلي ژوند اخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ماسک د تړلو په برخه کې خپله مخکنۍ لارښوونه بدله کړې ده او اوس یې له خلکو غوښتې دي چې په هغو سیمو کې چې کرونا ویروس خپور شوی دی او خلک له یوه بل سره د فاصلې د مراعاتولو په برخه کې مشکل لري ماسک دې وتړي.

د ملګرو ملتو دې موسسې د جمعې په ورځ وویل چې یو له هغو هڅو څخه چې خلک له کرونا ویروس څخه ساتلی شي د ماسک تړل دي.

په ډېرو هېوادو کې د ماسک تړل عملي شوې دي په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې بیروبار وي لکه دوکانونه او عامه ترانسپورت.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې خلکو ته دا وړاندیز کړی و چې یوازې دې روغتیایي کارکوونکي، هغه کسان چې په کرونا ویروس اخته شوې دي او له هغو کسانو سره په ارتباط کې دي چې په کرونا ویروس اخته دي، ماسک تړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د ماسک له تړلو سره باید خلک داسې فکر ونه کړي چې دوی بیخي خوندي شول او ماسک له یوه بله د فاصلې او لاس وینځلو ځای نه نیسي.

د دې سازمان په باور د ماسک له تړلو سره تر ډېره د ماسک تر صاحب، بل کس له ناروغۍ خوندي کېږي.

د نوې لارښوونې له مخې د ماسک په اړه ویل شوې دي چې لږ تر لږه باید درې طبقې وي، داخلي طبقه پسته وي لکه مالوچ چې اوبه جذب کړي، منځۍ طبقه یې د فلتر په څېر وي او بهرنۍ طبقه یې له اوبو سره مقاومت ولري.

کرونا ویروس چې د تیرکال په وروستیو کې په چین کې پيل شو تر اوسه یې جانز هاپکنز د پوهنتون د راټولو کړیو شمېرو له مخې په نړۍ کې د نژدې څلور لکه انسانانو ژوند ا خیستی دی او څه باندې شپږ میلیونه او اووه لکه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

اوس لاتینه امریکا د دې ناروغۍ په مرکز بدله شوې ده.

په برازیل او مکسیکو کې تلفات په زیاتېدو دي او مثبتې پېښې هم زیاتې شوې دي خو د سیمې د هېوادو مشران د دې سربېره چې روغتیایي چارواکي خبرداری ورکوي د بندیزونو د لرې کېدو او د بازارونو د پرانیستو هڅې کوي.

پیرو، کولمبیا، چیلي او بولوفیا هم له هغو هېوادو څخه دي چې سخت ځپل شوې دي.

په برازیل کې د جمعې د ورځې تلفات یوزر او پنځو ته ورسېدل او له دې سره یې د کرونا ویروس د مړو شمېره تر پنځه دېرش زرو واوښته چې د امریکا له متحد ایالتونو او بریتانیا وروسته تر بل هر هېواد د کرونا ویروس د تلفاتو شمېر په کې لوړ شو.

د پنجشنبې په ورځ چې کله په برازیل کې په څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د تلفاتو شمېر یو زر څلور سوه اووه دېرشو ته ورسېد.

د ( فولا دي ایس پاولو) برازیلۍ ورځپاڼې عنوان دا و چې دا ویروس اوس په هره دقیقه کې د یوه برازیلي ژوند اخلي.

دې ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې کله تاسو دغه کرښې لولئ په همدې شیبه کې به هم یو بل برازیلی د کرونا ویروس ښکار شوی وي.

بل لور ته د برازیل ولسمشر جایر بولسونارو ټينګار کوي چې بازارونه دې د روغتیا د نړیوال سازمان د غوښتې برعکس پرانیستل شي او حتی خبرداری یې ورکړ چې برازیل به له دې موسسې ووځي.