شاته

چینايي او روسي هکرانو د ټرمپ او بایډن کمپاینونه په نخښه کړي

واشنګټن: د ګوګل کمپنۍ یو جګ پوړي امنیتي چارواکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، په چین کې د حکومت تر ملاتړ لاندې هکرانو د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جو بایډن د کمپاین کارکونکي په نخښه کړي دي.‌

همدې چارواکي دا هم ویلي، چې ایراني هکرانو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کمپاین اېمل اکاونټونه هم په دې وروستیو کې په نخښه کړي دي.‌

دغه اعلان د ګوګل په اداره کې د ګواښونو د ارزولو ډلې مشر شېن هنټلې په ټوېټر بندې کړی او دا ښکاره کوي چې لوړ پوړي سیاستوال تل د ډېجټلي جاسوسۍ تر ښکار لاندې دي.

هنټلې دا هم ویلي، چې داسې کومه نخښه نشته چې دواړه کمپاینونه دې ورڅخه اغیزمن شوي وي.

د ایرانیانو لخوا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کمپاین د چارواکو برښنالیکونو ته د ننوتلو هڅې مخکې هم ثابتې شوې.

تېر کال هم مایکروسافټ کمپنۍ راپور ورکړی وو چې یوه ډله هکرانو د امریکا د ولسمشرۍ کمپاینونو د برېښنالیکونو د ماتولو هڅه کړې خو د کوم نوماند نوم یې نه و یاد کړی چې وروسته بیا سرچینو په ډاګه کړه چې دا د ټرمپ د کمپاین ډله وه.

ددې کال په سر کې هم استخباراتي ادارو ویلي وو چې روسي هکرانو په یوکراین کې د ګازو هغه کمپنۍ په نخښه کړې وې په کومو کې چې د بایډن ځوی د یوه لوړ پوړي چارواکي په توګه کار کاوه.‌

ګوګل د هنټلې له ټویټ پرته په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کړې.