د قندیل بلوچ پلار: هغې د خپل قاتل ورور په ګډون موږ ټول پاللو
د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د وژل شوې پاکستانۍ ماډل قندیل بلوچ پلار د هغې په پلوي څرګندونې کړې.
د ډان ورځپاڼې په رپوټ کې د قندیل د پلار محمدعظیم له قوله ویل شوي:
''هغې د خپل هغه ورور په ګډون، چې دا یې ووژله، زموږ ټولو پالنه کوله''.
د قندیل بلوچ، ورور ویلي، ځکه یې لومړی خپله خور بې هوښه کړه او بیا یې ووژله، چې وايي 'هغې کورنۍ ته سپکاوی راوړی و'. قندیل بلوچ چې پر ټولنیزو رسنیو کې د خپلو ناندریزو څرګندونو له کبله مشهوره وه، د یکشنبې په ورځ خاورو ته وسپارله شوه.
د ۲۶ کلنې قندیل اصلي نوم فوزیه عظیم و. نوموړې پر ټولنیزو رسنیو د ناندریزو، پیغامونو، عکسونو او ویډیوګانو له کبله خورا مشهوره وه.
دا وروستیو کې له مفتي عبدالقوي سره د هغې د اخیستو تصویرونو خپرېدو له کبله ډېرې ناندرۍ رامنځته شوې.
د نوموړې له وژل کېدو وروسته پاکستان کې د پت په نوم د مېرمنو وژنو او دا چې پر ټولنیزو رسنیو د مېرمنو څه ډول رویه د منلو ده، تاوده بحثونه پیل شوي.
اغلې بلوچ چې ممثله او ماډل هم وه، د شنبې په ورځ ملتان کې خپل ورور ووژله.
وروسته د هغې ۲۵ کلن ورور وسیم ونیول شو او ویې منله، چې له مفتي عبدالقوي سره د خور عکسونو خپرېدو له کبله یې د هغې وژنې تابیا وکړه.
رپوټونه وايي، د قندیل بلوچ مړی له ملتانه ۱۳۰ کیلومتره لرې دېره اسماعیل خان کې د هغې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
رپوټونه کاږي، چې د حقونو فعالانو او زرګونه خلکو د هغې جنازې کې ګډون کړی و.
د ډان ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، چې د قندیل مور، پلار پولیسو ته د هغې وژل کېدو په تړاو رپوټ کې د هغې یو ورور د هغې په وژنه او بل یې په پلان جوړولو تورن کړی دی.
ورځپاڼه د نوموړې د پلار له قوله لیکي، چې که څه هم هغې ورسره مرسته کوله خو زامن یې د خپلې خور ( لاسته راوړنو ) له کبله غوسه وو. د نوموړې کلیوالو هم د هغې وژنه غندلې ده. .