شاته

پاکستان کې په ماشومانو د کورونو دننه د تشدد ضد کوم قانون نشته، قانون پوهان وايي

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو مبارزه کوونکي وايي د دغه هېواد ايين دا اجازه نه ورکوي چې د ۱۶ کالو نه کم عمر لرونکي ماشومان مزدوري وکړي. د ۱۸م اييني بدلون وروستو د صوبو ذمه وارۍ زياتې شوې دي چې په ماشومانو د کورونو دننه د تشدد مخه ونيسي.

دا غږ په داسې وخت کې پورته شوی چې د پاکستان راولپنډۍ ښار کې يو کور کارکوونکې یوه اته کلنه ماشومه په تشدد وژل شوې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د حقوقونو لپاره کارکوونکی عمران ټکر وايي د پاکستان ايين د ۱۶ کالو نه کم عمر ماشومانو نه کار اخستل منع کړي دي او د دوي لپاره يې تعليم لازمي ګرځولی دی خو له بده مرغه د ملک دننه قانون هم په ماشومانو کېدونکي تشدد باندې غلی پاتې کېږي.

بل اړخ ته د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان په خپله اداريه د دغه اته کلنې ماشومې د وژنې په اړه ليکي دغه ماشومې هم هغه کار کړی ؤ چې په دې عمر کې يې عام ماشومان کوي. د کور د مالکانو مرغۍ يې د پنجرې نه خوشې کړې وې. ورځپاڼې دې وژنې ته د نوي دور د غلامۍ نوم ورکړی او ليکي چې په پاکستان کې دا غلامي اوس هم ژوندۍ ده.

اداريه وړاندې ليکي چې دا وژنه د ملک دننه په معاشرتي نظام کې بې انصافي او انساني ژوند کې د يو بل نه فاصله ښايي. څه خلک داسې دي چې د غربت له امله د مالدارو خلکو د استحصال ښکار کېږي.

د دا رنګه تشدد د مخنيوي لپاره کوم قسمه ګامونه پورته کېدی شي؟

په دې اړه قانون پوه سعيد عثمان اېډوکېټ وايي په ماشومانو د کورني تشدد د مخنيوي لپاره قانون نشته او بايد د ۱۸م اييني ترميم وروستو صوبې د دا رنګ تشدد د ختمولو لپاره ګامونه پورته کړي.

د ماشومانو د حقونو مبارزه کوونکي وايي په معاشرتي ژوند کې زياتره ماشومان د جنسي، کورني او په ښوونځيو کې د تشدد ښکار کېږي او د دې ترڅنګ په بازارونو، هوټلو او ورکشاپونو کې کارکوونکي ماشومانو ته د جسماني سزا سره سره د هغوي د وس مطابق کارونه هم نه ورکول کېږي.