شاته

ناسا هغه اسماني کاڼی څاري چې له ځمکې سره نېږدې تېرېږي

واشنګټن: ناسا هغه اسماني کاڼی څاري کوم چې د نیویارک له ایمپایر سټېټ بېلډېنګ څخه لوی دی او تمه ده چې د شنبې یا خالي په ورځ به له ځمکې سره نېږدې تېر شي.

ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه اسماني کاڼی (اسټروید) ۵۷۰ متره پلنوالی یا قطر لري او دوی ورته د 2002 NN4 نوم ورکړی.

په نیویارک کې د ایمپایر بېلډېنګ له ۴۲۶ مترو څخه لوړ دی.

د ایمپایر بېلډېنګ انځور چې له لېرې څخه اخېستل شوی.
د ایمپایر بېلډېنګ انځور چې له لېرې څخه اخېستل شوی.

خو د ناسا پوهان وايي، له دغه اسماني کاڼي څخه وېره نه ده‌ پکار ځکه ځمکې ته دومره نږدې هم نه دی چې ورڅخه ووېرېږو.

دوی له فضايي څېزونو سره واټن په ځانګړو اسټرونامېکل یونټونو باندې اندازه کوي چې یو یونټ یې د ځمکې او د لمر ترمنځ واټن سره نېږدې دی چې تقریبا ۱۵۰ میلینه کیلومټره کېږي.

هر هغه څه چې له لمر سره ۱.۳ اسټرونامېکل یونېټه نږدې شي هغه ځمکې ته نېږدې ګڼل کېږي.

د 2002 NN4 په نامه دغه اسماني کاڼی به له ځمکې څخه په .۰۳۴ اسټرونامېکل یونېټو کې تېر شي چې دا له ځمکې څخه کابو پنځه میلینه کیلومټره فاصله کې کېږي او دا فاصله د ځمکې او د سپوږمۍ ترمنځ د واټن ۱۳ برابره ده.

ناسا له ځمکې سره د نږدې څېزونو د لیدلو دغه پروګرام په ۱۹۹۸ کې پیل کړی تر څو داسې اسماني ډبرې وڅاري.

دوی وايي، تقریبا په لږ شمېر دغه ډول اسماني کاڼي له ځمکې سره نږدې تېرېږي خو دا دومره لوی وي چې د لیدلو وړ وي.

دوی وايي، د سیارو یا پلنېټس په وریځو کې د کشش له امله ځینې دغه ډول اسماني کاڼي له خپل اربېټ څخه بې لارې کېږي او د ځمکې مدار یا اروبېټ ته داخلېږي او په راتلونکې کې له ځمکې سره د ټکر امکانات برابروي.

ناسا وايي، دوی د داسې پېښې په وړاندې خپل پلان لري خو دا هر څه په یوه شپه کې نه کېږي.

تر دې مخکې ستورپېژندونکو ویلي وو، چې ''د جبل طارق په اندازه یو لوی فضايي کاڼی د ځمکې ترڅنګ په سلامتۍ سره په تېر اپرېل میاشت کې تېر شوی''.

ددغه کاڼي پلنوالی یا قطر کابو یو کیلومتر ښودل شوی وو.

د امریکا د فضايي سازمان ناسا اړوند یوه رادار په کلیفورنیا ایالت کې ددغه کاڼي د لیدو خبر ورکړی وو او ویلي وو، چې ممپلي ته ورته شکل یې درلود او په هرو پنځو ساعتونو کې یوځل تر خپل ځان چورلېده.

په ۲۰۲۷ کال په همدې کچه د یوه ورته اسماني کاڼي د تېرېدو اټکل هم شوی دی.