شاته

د لیبیا پایتخت حکومتي ځواکونو ونیو

د فایز السراج په مشرۍ د لیبیا حکومتي ځواکونو چې نړیوال یې ملاتړ کوي ویلي دي چې د طرابلس د هوایي ډګر له نیولو وروسته یې د پلازمینې بشړ کنترول ترلاسه کړی دی.

د طرابلس د هوایي ډګر نیول د جنرال خلیفه حفتر قواو ته سخته ضربه ګڼل کیږي چې د روسیې، مصر، اردن او متحده عربي اماراتو له خوا یې ملاتړ کیږي.

د طرابلس د هوایي ډګر له نیولو دوه ورځې مخکې ملګرو ملتونو وویل چې د لیبیا په جګړه کې ښکیلو اړخونو د اوربند سره موافقه کړې ده.

د ښاغلي السراج پلوي ځواکونو په خپل رسمي فیسبوک کې د طرابلس د هوایي ډګر عکسونه خپاره کړي چې په کې په ډزو او راکټونو لګېدلې الوتکې ښکاري.

تر اوسه د خلیفه حفتر ځواکونو د فایز السراج د قواو د ادعا په هکله چې وایي د طرابلس هوایي ډګر یې نیولی کومه تبصره نده کړې.

لیبیا د ۲۰۱۵ کال راهیسې د دوو حکومتونو – خلیفه حفتر په ختیځ کې او په لویدیځ کې د فایز السراج د ملي وفاق حکومت – ترمنځ د سختو نښتو ډګر شوی دی.

د طرابلس هوایي ډګر د ۲۰۱۴ کال د سختې جګړې راهیسې چې زیاته برخه یې ورانه شوې وه تړل شوی دی.

په ۲۰۱۱ کې د معمر القذافي د حکومت په نسکوریدو او د هغه له وژنې وروسته لیبیا په کورنۍ جګړې او کړکیچ کې ښکیله شوه او تر اوسه هیڅ یوې دلې ددې هیواد بشپړه واک ندی ترلاسه کړی.

تبصرې وگورئ