شاته

اروپايي ټولنه: اندیښنه لرو چې ښايي د کرونا واکسین ژر ترلاسه نه کړو

د اروپایي اتحادیې ځینې مقامات وایي چې ددې ټولنې د بېړنۍ بودجې څخه ۲.۷ میلیارد ډالر د کروناویروس د واکسین اخیستلو ته ځانګړي شوي دي.

دغه اقدام د اروپایي اتحادیې د استازو د چهارشنبې جون درېیمې (غبرګولي ۱۴) غونډه کې وڅیړل شو.

دا پداسې حال کې دي چې جرمني، فرانسه، ایټالیا او هالند د کروناویروس د واکسین د ترلاسه کولو لپاره د درمل جوړولو شرکتونو سره خبرې چټکې کړې دي.

د اروپایي ټولنې د مقاماتو په وینا دغه بودیجه همداشان په اروپا کې د واکسین د تولید د ظرفیت د زیاتولو او د درمل جوړولو شرکتونو ته د بیمې د ورکولو لپاره هم کارول کیږي.

له دې دمخه د امریکا متحده ایالاتو د کروناویروس د ۳۰۰ میلیون ازمایشي واکسین تر لاسه کولو لپاره د انګستان د استرازینیکا شرکت ته ۱.۲ میلیارد ډالر ورکړي و.

د اروپایي ټولنې یو مقام وویل څرنګه چې د امریکا متحده ایالاتو دغه کار کړی مونږ هم د ویروس ضد واکسین د چټک نه ترلاسه کولو د اندیښنې په وجه چې څه دپاسه ۳۸۵ زره کسان یې مړه کړي، دغه کار کړی دی، که څه هم چې د پیسو له لاسه ورکولو او تر ازمایښت لاندې واکسینونو د نه بریالي کیدو خطر شته.

د جرمني د هنډلز بلات ورځپاڼې د دولتي سرچینو له قوله لیکلي چې جرمني، فرانسه، ایټالیا او هالند د استرازینیکا په ګډون څو شرکتونو سره د دولت د څیړنیزو بودجو او د پیرودلو د ضمانت په هکله ګړیدلي دي. د استرازینیکا شرکت پدې هکله تر اوسه څه ندي ویلي.

بریتانیا له امریکا سره په ګډه تیره میاشت وویل چې د نورو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره په ګډه کار کوي چې د کروناویروس د وبا د خپریدو په ترڅ کې د واکسین د «پراخ، عادلانه او له منفعت پرته» ویش نه مطمین شي.

اروپایي اتحادیه همداشان اندیښمنه ده چې د کروناویروس د واکسین د تولید په صورت کې به د اروپا د ۴۵۰ میلیون نفوس د چټک واکسین کیدو لپاره پوره واکسینو ته ښایي لاسرسی ونلري.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې حکومتونه، د درمل جوړولو شرکتونه او څیړونکي په شاوخوا ۱۰۰ واکسیونونو باندې کار کوي چې د کووید۱۹ واکسین ترلاسه شي.

متخصصین وایي د یو مصؤون او ګټور واکسین ترلاسه کول چې وکړای شي ددې ناروغۍ مخنیوی وکړي له ۱۲ نه تر ۱۸ میاشتو وخت ته اړتیا لري.

کروناویروس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او په ډیرې چټکۍ په وبا بدل او په ټولې نړۍ کې خپور شو. د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې پدغه ویروس د پنجشنبې تر سهاره جون ۴ پورې په نړۍ کې څه د پاسه شپږ میلونه او ۵۳۰ زره کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۳۸۶ زره کسان مړه شوي دي.