شاته

ټرمپ: ملت قانون او نظم ته ضرورت لري

په امریکا متحده ایالتونو کې له کابو یوې اوونۍ مظاهرو وروسته جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې ملت قانون او نظم ته ضرورت لري.

ښاغلي ټرمپ د چهار شنبې په ورځ د ( جون ۳) له نیوزمکس چینل سره په مرکه کې د جورج فلویډ وژنه ناوړه عمل وباله او زیاته یي کړه چې دا "باید هیڅ وخت نه وای پيښ شوي".

جمهور رئیس ټرمپ وویل:" موږ په خپلو ښارونو کې امن ته ضرورت لرو، او کله چې هغوی دامن چاره نه کوي نو موږ ېې دلته په واشنګټن ډي سي کې کوو."

د پوځیانو د استولو په اړه ښاغلي ټرمپ وویل دی فکر نه کوي چې دا به اړینه وي ښارونو ته د مظاهرو او تاوتریخوالو د مخنیوي لپاره پوځیان واستوي.

ښاغلي ټرمپ په نیویارک کې وضعیت یو "ناورین" وباله او زیاته یې کړه که دیموکرات ښاروال بیل دی بلاسیو یې ژر مخه ونه نیسي، دی به اقدام وکړي.

بلخوا د امریکا د دفاع یو پخوانی وزیر جیم ماتيس په کم ساري ډول پر ولسمشر ډانلډ ټرمپ نیوکه کړې ده.

ښاغلي مټیس د (جون ۳) د یوې اعلامیې په خپرولو د ولسمشر ټرمپ لخوا په امریکا کې د مظاهره کوونکو پر ضد د پوځي قوت له کارولو سره کلک مخالفت ښودلی دی.

د ماتيس په اعلامیې کې ټرمپ داسې یو ولسمشر بلل شوی چې هيڅکله یې د امریکایانو د یوالي لپاره هڅه نده کړې او برعکس یې خلک بيل کړي دي.

دغه پخواني چارواکي ویلي چې ولسمشر ټرمپ د پوځ او ملکیانو ترمنځ "کاذب کړکيچ" رامنځته کوي.

د ماتيس نیوکې لدې امله د پام وړ بلل کيږي چې هغه له تقاعد وروسته، په اکثرو لویو مسایلو له تبصره کولو نه ډډه کړې ده.

د ټرمپ غبرګون

ولسمشر ټرمپ غبرګون ښودلی او د یوه ټویټ په ترځ کې یې ماتیس د نړۍ داسې یو داسې جنرال بللی چې په اړه ډېره مبالغه شوې ده.

جيم ماتيس په ۲۰۱۸ کال کې د روسیې په اړه د ولسمشر ټرمپ پر پالیسۍ اعتراض وکړ او وظیفه یې پرېښوده.

په امریکا په اکثریت ښارونو کې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې یوه سپین پوستې پولیس د مي په ۲۵ نیټه یو تور پوستی جورج فلویډ وواژه.