شاته

صالح: د کورنۍ نیمایي غړي او د دفتر نیمایي همکاران مې کرونا نیولي

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د کورنۍ نیمایي غړي او د دفتر سم نیمايي همکاران یې په کروناویروس اخته شوي دي.

ښاغلي صالح د پنجشنبه په ورځ‌ جون ۴ (غبرګولي ۱۵) په خپل فیسبوک پاڼه په یو خپور کړي پیغام کې لیکلي‌ «افغانستان د دغې وبا د خپرېدو تر ټولو بدترینې مرحلې کې دی».

هغه د افغانستان خلکو ته په خطاب کې د کروناویروس ټولنیونې ته په پاملرنې او تاکید له ټولو افغانانو غوښتي چې د دغې وبا څخه د ځان ساتلو لپاره د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو سپارښتنې ته پوره پاملرنه وکړي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

افغان روغتیایي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو پیښې په صعودي ډول مخ په ډیرېدو دي او یواځې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۷۸۷ مثبتې پیښې ثبت شوي.

د افغانستان د روغتیا وزارت لخوا د وړاندې شویو شمیرو په اساس، د پنجشبې تر ورځې ۴ جون په افغانستان کې د کروناویروس پیښې ۱۸ زرو ته او د دغې ویروس له کبله د مړه شویو کسانو شمیر ۳۰۰ ته رسیدلی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست وزیر، احمد جواد عثماني چې تازه یې په کار پیل کړی، په افغانستان کې د کروناویروس ځانګړو روغتونونو له فعالیت څخه انتقاد کړی دی.

ښاغلي عثماني په خپلې لومړۍ کاري ورځې کې وویل چې د کروناویروس د ټولنیونې پر مهال د افغانستان په روغتونونو کې د کمزورې مشرتابه، مدیریت او کیفیت ګڼ‌شمیر مثالونه لیدل شوي.

د روغتیا وزارت سرپرست وزیر همداراز زیاته کړه چې د کروناویروس سره مبارزې لپاره د افغانستان په روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو په لړ کې اصلاحات او دغه لاره کې چټکه مبارزې لپاره لاره هوارول د دغه وزارت له مهمو دنده څخه ده چې د عملي کولو لپاره به یې هڅه وکړي.

کروناویروس چې د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې په لومړي ځل د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې رامنځته شو، د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمیرو په اساس تر دې دمه په ټوله نړۍ کې پرې له ۶ میلیونو څخه ډیر کسان اخته شوي او له ۳۸۶ زرو نور بیا د همدغه ویروس له کبله مړه شوي‌دي.