شاته

په پاکستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېره تر چین واوښته

په پاکستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېره تر چین واوښته، د پاکستان مثبتې پېښې تر ۸۵ زره ۲۰۰ تېرې شوې.

په چین کې چې د دې اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ د خپرېدو اصلي مرکز دی د کرونا ویروس مثتبې پېښې څه باندې ۸۳ زرو ته رسېږي.

پاکستان روانه اوونۍ د کرونا ویروس د خپرېدو د اوج په لور ګامونه اخیستي دي. د سې شنبې له ورځې راهیسې په پاکستان کې هره ورځ په زرګونه کسان په کرونا ویروس اخته کېږي او په قربانیانو کې یې تر اوسه یو شمېر وکیلان هم شامل دي.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د څه باندې ۴،۸۰۰ نویو مثبتونو پېښو خبر ورکړل شوی دی.

پاکستان چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري د فبرورۍ وروستیو کې په‌کې د کرونا ویروس پېښې لیدل شوې دي. تر روانې اوونۍ پورې هلته مثبتې پېښې ډېرې نه‌وې، خو د سې شنبې په ورځ په پاکستان کې په یوه ورځ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۴،۱۳۱ ته ورسېدې او دا شمېره نن نوره هم لوړه شوې ده.

پاکستان
پاکستان

په دغه بې‌وزله هېواد کې د ځینو راپورونو له مخې لږ عامه پوهاوی د دې سبب شوی دی چې کرونا په‌کې په چټکۍ خپره شي.

د ازادي راډیو مشال څانګې په یوه راپور کې د خلکو په وینا خبر ورکړی دی چې په فېس‌بوک او نورو خواله رسنیو کې دروغ اوازې خپرېږي او بیا یو شمېر خلک باور پرې کوي چې د روغتیایي کارکوونکو کارونه له دې اوازو سره نور هم سخته کېږي. د اکسپرس ټربیون ورځپاڼې د روغتیایي راپورونو خبریال عمر فاروق وایي چې په پاکستان کې رسنۍ هڅه کوي چې د درواغو خبرو مخه ونیسي.

ده زیاته کړه: "په مخکې ورځو کې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې د کرونا ویروس ناروغانو ته پيچکاري ورکول کېږي بیا له دې پيچکاري دا ناروغان مري او مړی یې په درې زره ډالرو خرڅېږي، موږ هڅه کوو چې څومره نوي معلومات ترلاسه کوو او څه نوي پرمختګونه کېږي هغه هم له خلکو سره شریک کړو او دې خلکو ته ووایو چې دا نورې خبرې حقیقت نه‌لري."

په پاکستان کې د کرونا ویروس د چهارشنبې د ورځې په قربانیانو کې دوه هم وکیلان دي.

۶۵ کلن میا جمشیدالدین کاکاخېل د خېبر پښتونخوا د صوبایي پارلمان غړی پنځم وکیل دی چې کرونا ویروس‌یې ژوند اخلي. وروسته تر دې چې د ده کرونا ټسټ مثبت شو دی په پلازمېنه اسلام‌اباد کې په عاجله خونه کې بستر شو او هلته‌یې ساه ورکړه.

په همدې ورځ د پنجاب صوبې د پارلمان غړی شوکت منظور چیما د کرونا ویروس له امله مړ شو.

یوه ورځ مخکې تر دې غلام مرتضی بلوچ چې د خلکو د مېشتېدو د چارو صوبایي وزیر و د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې په روغتون کې مړ شو.

په همدې سې شنبې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی ۶۱ کلن حاجي منیر اورکزی په خېبر پښتونخوا کې د زړه د ناروغۍ له امله وفات شو، ده تر دې مخکې د کرونا ویروس ناروغي تېره کړې وه.

د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

نږدې دوه اوونۍ مخکې د پنجاب د پارلمان غړې ۶۰ کلنه شاهین رضا چې د کاکاخېل په څېر د تحریک انصاف واکمن ګوند غړې وه کرونا ویروس ووژله او دوه اوونۍ مخکې د بلوچستان د صوبایي اسمبلۍ د غړي سید فاضل اغا ژوند هم کرونا ویروس واخیست. فاضل اغا یو وخت د بلوچستان ګورنر هم و.

یو شمېر سیاسون او د اپوزېسیون غړي صدراعظم عمران خان تورنوي چې تېره میاشت‌یې د کرونا د مخنیوي لپاره بندیزونه سست کړل او په کار ده چې د دې اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره‌یې نورې هڅې کړې وای.

حکومت وایي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي او د سې شنبې په ورځ د صدراعظم عمران خان له دفتره په خپاره شوي ټویټ کې له خلکو وغوښتل شول چې روغتیایي اصول سم مراعات کړي ترڅو د 'کووېډ-۱۹' مخه ونیول شي.