شاته

بریتانیا: هانګ کانګ کې د چین اقدام د بین المللي موافقو خلاف دی 

د هانګ کانګ مشرې "کري لم" نن د چهارشنبې په ورځ جون درېیمه (غبرګولي ۱۴) وویل چې د چین مرکزي حکومت پلان نلري هغو امنیتي قوانینو ته شا کړي چې غواړي پر هانګ کانګ یې پلي کړي.

له بلې خوا د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس ویلي دي چې که چین پر هانګ کانګ باندې امنیتي قوانین تحمیل کړي، هیواد به یې د هانګ کانګ د خلکو تر څنګ ودریږي، ځکه په هانګ کانګ کې د چین اقدام د هغو بین المللي موافقو خلاف دی چې په ۱۹۸۴ کې لاس لیک شوي دي.

هانګ کانګ ۱۵۶ کاله د بریتانیا مستعمره و چې د ۱۹۹۷ کال د جولای په لومړۍ نیټه د یوې آزادې سیمې په شکل د چین د اصلي خاورې سره یو ځای شو.

د هانګ کانګ مشرې میرمن لم، بیجینګ ته د سفر په ترڅ کې وویل چې د چین مرکزي حکومت نه غواړي چې په هانګ کانګ کې د امنیتي مقرراتو له پلي کولو نه تیر شي.

میرمن لن دغه څرګندونې پداسې حال کې کوي چې په هانګ کانګ کې د چین تازه امنیتي مقررات د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا او په هانګ کانګ کې د دموکراسۍ د پلویانو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوي دي.

له دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تیره اونۍ اعلان وکړ چې نور هانګ کانګ له چین نه خودمختاره نه ګڼي، ځکه د هانګ کانګ پارلمان د چین له خوا وړاندیز شوی امنیتي قانون تصویب کړی دی.

د چین له لورې وړاندیز شوي امنیتي قوانین چې یو شمیر یې د هانګ کانګ پارلمان هم تصویب کړي په هانګ کانګ کې یو شمیر فعالیتونه لکه جلاغوښتنه، د چین بیرغ ته سپکاوی، بهرنۍ لاس وهنه او ترهګریز اعمال منع کوي.