شاته

فیسبوک د هند د موسیقۍ له ستر شرکت سره تړون وکړ

د فیسبوک شرکت د "سا رې گا ما" له شرکت سره چې د هند د موسیقۍ د تولید ستر شرکت دی یو تړون لاس لیک کړ چې له مخې به یې د فیسبوک او انستاگرام د ټولنیزو شبکو کاروونکي وکولی شي چې په خپلو پوسټونو او کیسو کې د هندي موسیقۍ نه کار واخلي.

د ساری ګاما شرکت ویلي دي چې د موسیقۍ پدغه جدول کې په ۲۵ ژبو څه دپاسه ۱۰۰ زره سندرې شاملې دي چې د فیسبوک او انستاگرام کارونکي ترې استفاده کولای شي.

د سا ری گا ما، شرکت چې مرکزي دفتر یې د کلکتې په ښار کې دی د هند د موسیقۍ تر ټولو لرغونی شرکت بلل کیږي چې څو لسیزې یې د موسیقۍ کستونه ثبت او خپرول.

دغه شرکت په ۱۹۰۲ میلادي کال کې په ستدیو کې ثبت شوې لومړنۍ سندره جوړه او خپره کړې وه.

ددې شرکت د ۱۰۰ زره سندرو په جدول کې چې د فیسبوک او انستاګرام کارونکو ته وړاندې کیږي د لتا منگیشکر او کیشور کمار په ګډون د هند د مشهورو هنرمندانو سندرې شاملې دي.

په هند کې د فیسبوک د دفتر مشر منیش چوپړا، د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه تړون په ټوله نړۍ کې د فیسبوک کارونکو ته اجازه ورکوي چې د خپلې خوښې سندرې واوري او د خپلو پاڼو محتویات پرې لا بډایه کړي.

پدغه معامله کې د ساری ګا ما د شرکت ونډه ۲۰ فیصده ده، خو ددې تړون نور مالي جزییات ندي په ډاګه شوي.

ددغه تړون د لاس لیک په نتیجه کې د سارې ګا ما د شرکت ونډې (اسهام) د هند په بازارونو کې په بیسارې توګه لوړې شوې.