شاته

اسپر: د بلوا ضد قانون د پلي کولو ملاتړ نه کوم

د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې د پوځ نه د بلوا ضد عملیاتو لپاره د کار اخیستلو مخالف دی؛ هغه قانون چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ته واک ورکوي چې د هیواد دننه د پوځي قوت نه استفاده وکړي.

مارک اسپر، د چهارشنبې په ورځ جون درېیمه (غبرګولي ۱۴) په دفاع وزارت کې په یوه وینا کې وویل چې دغه قانون د وروستي انتخاب په توګه یواځې سخت بېړني حالت کې پلی کیږي او د هغه په وینا امریکا اوسمهال ددې قانون پلي کولو ته اړتیا نلري.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د تیرې یوې اونې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو په نتیجه کې خبرداری ورکړ چې ددې "داخلي تروریستي عمل" د درولو لپاره به د ټولو "پوځي او غیر پوځي" فدرالي منابعو نه کار واخلي.

په امریکا کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې یو امریکایي تورپوستی جورج فلویډ، د منیسوټا ایالت په مینیاپولس ښار کې د پولیسو په توقیف کې مړ شو.

د جورج فلویډ د مړینې نه څو ساعته مخکې یو سپین پوستي پولیس د جعلي پیسو نه د استفادې په تور د هغه د نیولو د هڅې په ترڅ کې د څو دقیقو لپاره په پرله پسې توګه د هغه په ستوني زنګون ایښې و پداسې حال کې چې جورج فلویډ نارې وهلې چې ساه نشي اخیستلای. د هغه د مړي معایناتو څرګنده کړې چې جورج فلویډ د ساه بندېدو په وجه مړ شوی دی.

د امریکا د دفاع وزیر همداشان نن وویل چې د جورج فلویډ وژنه "سخت جرم" و او د هغه په وینا هغه پولیس چې د هغه د مړینې سبب شوی باید ورسره حساب کتاب وشي.

ښاغلي اسپر همداشان ټینګار وکړ چې په امریکا کې توکمپالنه شته او زیاته یې کړه چې باید په وړاندې یې مبارزه وشي چې له منځه لاړه شي.