شاته

په خېبرپښتونخوا کې به ښځې، ماشومان او نرښځان د اېپ دلارې د زورزیاتي شکایت درج کولی شي

په خېبر پښتونخوا کې "زمونږ ژوندون" نومې يو غېر حکومتي اداره وايي چې د موبايل يو داسې اپليکېشن یا اېپ يي جوړ کړی دی چې دلاری به یې نرښځيان، ښځې او ماشومان د دی خلاف هر ډول زور زياتي شکايت درج کړي.

د دغې ادارې مشره وفا وزير وايي چې يو شمېر زنانه و دوی ته ويلي وو چې په پوليس سټېشنو کې د نارينويو په مخکې نه شي کولی چې د دوی سره شوي زياتي په اړه رپورټ درج کړي.

وفاوزیر وویل د اېپ دلارې به ښځې کولې شې چې خپل شکايتونه په اسانۍ د کوره څخه درج کړي. هغې زیاته کړه ښځو په ورته وېل چې پولیس یا اېف ايی ای ته به یې د کورني تشدد یا د دوی د زورول کېدو خبره نشوه کولی."ما سوچ کولو چې داسې يو څيز تيار کوو چې جينکۍ کور کې ناستې وي او خپلې مسلې مونږه (ته) راورسوي او بيا زمونږه اداره هغه اړونده ادارو ته وړاندې کړي."

وفا وزیر زياته کړه د بشري حقنونو د پاره کار کونکو ادارو تر څنګ په سرکاري ادارو کې هم د مېرمنو د ویرول کېدو په ډول کېسونو په اړه کره معلومات نه وي موجود نو د دې اپليکېشن په مرستې به دغا ريکارډ هم جمع کېږي. هغې وویل چې د اپليکېشن د لارې درج شوي شکايت جاج اخېستو له پاره يي د ادارې په کچه مخصوص ټيم هم ټاکلې دی.

وفا وزیر وویل " مونږه شناختي کارډ نمبر ښودل ضروري کړې او کوم تن چې شکايت کوي نو دغه نمبر به ورکوي، که د ماشوم سره خدا ناخواسته زياتې شوې وي نو د هغه رور، پلار يا مور به يي شکايت درج کوي."

وفا وزیر وویل د دوی ادارې سره پولیس، د انساني حقونو فعالان، وکیلان او د نفسیاتو ماهرین هم کار کوي. هغې زیاته کړه دوی ته داسې کېسونه هم ورخي چې خلک پکې کاونسلنګ یا صلاح مشورې ته اړتیا لري.

پېښور کې مېشت د ماشومانو د حقونو د پاره کار کونکی عمران ټکر د غې اپليکېشن ستائنه ووکړه او وي او ای ډويه ته يي وويل چې داسې ډول اقدماتو کولو سره که يو خوا په ښځو او ماشومانو شوي د تشدد پټې پېښې به څرګندیږي نو بلخوا به خلق قانوني مرسته هم ترلاسه کولی شي. هغه وویل د دې اپليکيشن نور موثر جوړولو د پاره باید صوبايي حکومت مرسته وکړي. " وومن کمېشن شته، سوشل وېلفېر شته، هيومن رائټس ډېپارټمنټ شته نو پکار خو دا وه چې اول دوي دا زمه داري په خپل سر اخېستې وې، چې اوس يو غېر دولتي ادارې اوس دا زمه داري اخېستې نو پکار ده چې حکومتي ادارې د هغې سره تينيکي او مالي مرسته ووکړي"

زما ژوندون نومې ادارې نه ترلاسه شویو معلوماتو ترمخه د ومن پروټېکشن ونګ په نوم دغه د سمارټ فون اپليکېشن په اته بېله بېلو ژبو کې هر يو تن کارولې شي چې پکې اردو، پښتو، انګلش او فارسي هم شامل دي۔

ياده دې وي چې په روستيو کې د خېبر پښتونخوا صوبايي محتسب ويلي وو چې د کرونا وبا خوريدو وروسته په صوبه کې لګولې شوي لاک ډاون له امله په کورونو کې ښځو باندې د تشدد په پېښو کې ۳۰ فيصده زياتوالې راغلې او دې دوران په مېرمنو د تشدد د ۴۰۰ پورې پېښې ريکارډ شوېدي.