شاته

بوړبوکۍ او توفان د ممبای ښار وځپه

یوې سمندري بوړبوکۍ د چهارشنبې په ورځ جون درېیمه (غبرګولي ۱۴) د سمندر نه وچې ته ووتله او د هند تجارتي مرکز ممبای ښار یې وځپه.

دا په څه دپاسه تیره یوه پیړۍ کې لومړی ځل دی چې د ممبای ښار ته سمندري توفان او بوړبوکۍ ننوځي او د داسې توفان په وړاندې ددې ښار د تیاریو په اړه اندیښنې رامنځ ته کوي.

پداسې حال کې چې د ممبای ښار مقامات د کروناویروس سره په مقابلې بوخت دي د ښار ساحلي تفریح ځایونه او ټیټې پرتې سیمې تر اوبو لاندې شوي دي.

د هند د مهاراشترا ایالت مرکز د ممبای ښار چې څه دپاسه ۱۸ میلیون نفوس لري او د هند د اسعارو لوی مارکیټ دی ساحل ته نژدې لوړې ودانۍ او کورونه لري چې د سخت باد او توفان په وجه ځپل شوي دي.

ددې ښار د ښاروالۍ چارواکي وایي چې څه دپاسه لس زره کسان یې له خپلو کورونو ایستلي او امنو ودانیو ته یې انتقال کړي دي.

دغې بوړبوکۍ چې په ساعت کې د ۱۰۰ نه تر ۱۱۰ کیلومتره چټک باد او باران ورسره مل و د چهارشنبې په ورځ ممبای ته نژدې د علیباغ ښار هم وځپه. همداشان د مهاراشترا ایالت او د هغه د ګاونډي ایالت ګجرات د ټیټو پرتو سیمو شاوخوا ۱۰۰ زره کسان امنو ځایونو ته انتقال شوي دي.

تر اوسه ددې توفان په وجه د تلفاتو او اوښتي تاوانونو رپوټ ندی ورکړل شوی.