شاته

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د حکیم الکوزي د درملو لابراتواري ترکیب اعلان کړ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت موندنې ښیي چې د حکیم الکوزي له‌خوا معرفي شوي درمل څو ډوله مخدره مواد لري.

دغه وزارت بالاخره له څلورو ورځو څېړنو وروسته د هغو درملو په اړه لږ جزئیات وړاندې کړل چې حکیم الکوزي د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته ورکول.

د دې وزارت مرستیال وحید مجروح وایي، کوم درمل چې ښاغلي الکوزي د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته ورکول په ترکیب کې یې ډېره برخه مخدره مواد مورفین، تریاک او ځیني طبي بوټي شامل دي.

ښاغلي مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۴» په دې اړه یوه خبري کنفرانس ته وویل چې هر ډول درملو ته له ځانګړو مراحلو تر تېرېدو وروسته د تولید اجازه ورکول کېږي.

ښاغلی مجروح زیاتوي: "هغه محصول چې ښاغلی الکوزی یې د واکسین په توګه تولیدوي، هغه مو تحلیل او تجزیه کړل، وموندل شول چې ډېره برخه‌یې مخدره مواد دي، لکه مورفین او تریاک او ځیني طبیعي بوټي لکه شبت او زیره."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح
د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح

د ښاغلي مجروح په خبره حکیم الکوزی او ملګري یې باید د ساینس کمېټې پر سپارښتنو عمل وکړي.

په عین حال کې له کرونا سره د مبارزې د افغان بنسټ مشر سردار محمد همدرد د عامې روغتیا وزارت دا ادعا ردوي او وایي چې د ښاغلي الکوزي له‌خوا جوړ شوي درمل هېڅ ډول جانبي عوارض نه‌لري.

هغه وایي چې تر اوسه ۹۳ زره تنه د دې درملو په کارولو سره روغ شوي دي: "هېڅ ډول جانبي عوارض نه‌لري او داسې لوړ کیفیت لري چې په کارولو سره‌یې ۲۰ دقیقې تر یوه ساعته پورې په ناروغانو کې د کرونا ویروس ټول علایم له‌منځه ځي."

له څو ورځو راهیسې ګڼ شمېر کسانو ادعا کړې چې د حکیم الکوزي له‌خوا د جوړ شویو درملو په خوړلو سره له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ روغ شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت دا درمل زیان رسوونکي بولي او وایي چې باید ونه‌خوړل شي.

عامې روغتيا وزارت ته د حکيم الکوزي د همکارانو ګواښ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00

حکیم الکوزی د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او ځان یوناني طبیب معرفي کوي.

ښاغلی الکوزی هغه مهال ډېر مشهور شو چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته په نیمه پیاله ګرمو اوبو کې یې درې قطرې درمل ورکړل او یو شمېر ناروغانو هم ادعا وکړه چې د دې درملو په خوړلو سره روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د نړۍ یو هېواد هم نه‌دی توانېدلی چې 'کووېډ-۱۹' ضد درمل او د کرونا ویروس واکسین جوړ کړي.