شاته

کرزی: د طالبانو د حاکمیت مخالف یم

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې ده هیڅکله داسې ندي ویلي، چې طالبان ددې حق لري چې کوم ځای ونیسي بلکې هدف یې دا وو چې روانه جګړه د بهرنیانو له خوا تپل شوې او باید ختمه شي.

ښاغلي کرزي په دې وروستیو کې د بي بي سي سره په یوې مرکې کې ویلي و "طالبان له کوم ځایه دي؟طالبان افغانان دي؟ که افغان دي نو یو افغاني قوت راځي او یو ځای نیسي، مونږ هم افغانان یو، نو که چېرې مونږ یوه سیمه نیسو مونږ څه حق لرو؟"

د پخواني ولسمشر کرزي دغه څرگندونې د خلکو او د افغانستان د اجرائیې رئیس عبدالله عبدالله په گډون د حکومت د یو شمیر چارواکو غبرگونونه راوپارول.

خو ښاغلی کرزي د امریکا غږ اشنا تلویزون سره په مرکه کې وویل چې د دې خبرې نه یې مقصد د امریکا د هوایي بریدونو په وړاندې مخالفت و.