شاته

پاکستان کې کرونا وایرس نور ۶۷ تنه مړه کړي، د اغېزمنو شمېره د اتيا زرو نه واوړېده

په پاکستان کې نور ۶۷ تنه د کرونا وايرس څخه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا څخه د مړو شمېره ۱۶۸۸ ته ورسېده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نورو ۴۱۳۱ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۸۰زره ۴۶۳ ته رسېدلې ده.

پاکستان کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره تراوسه پورې ټولې پينځه لکه ۹۵زره ۳۴۴ معاينې شوي دي.

ويل شوي تراوسه پورې په کرونا اخته ۲۸زره ۹۲۳ کسان د دې ناروغۍ نه ښه شوي هم دي.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې کرونا وایرس تر ټولو زيات خلک مړه کړي چې شمېره يې ۵۷۰ ده، په صوبه کې په ۲۹زره۴۸۹ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او ۷۴۶۹ترې ښه شوي دي.

په سند صوبه کې کرنا وايرس ۵۲۶ کسان مړه کړي دي، په سند کې د کرونا وهلو شېمره ۳۱زره۸۶ ده او ۱۵زره۵۳۸ ترې ښه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس څخه د مړو شمېره ۴۹۰ ته رسېدلې، په لس زره۸۹۷ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي او درې زره۸۵ ترې روغ شوي دي.

کرونا وايرس په بلوچستان کې ۴۹، په اسلام اباد کې ۳۴، په ګلګت بلتستان کې ۱۲ او ازاد کشمير کې اووه تنه مړه کړي دي.