BBC
 شاته

د کندوز امنیه قومندان او یو ولسوال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شول

پولیس د انځور حقوق کندوز پولیس

د افغانستان شمال ختیځ ته په کندوز کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت امنیه قومندان او د قلعه زال ولسوال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته ویلي، امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر تېره شپه کابل کې له دې ناروغۍ مړ شو:

"دی د روژې وروستیو کې ناروغ شو، کندوز کې تر درملنې لاندې و، بیا څو ورځې مخکې کابل ته ولېږدول شو، خو بېګا یې روغتون کې سا ور کړې ده".

نوموړی زیاتوي، د قلعه زال ولسوال احمد فهیم قرلوک چې کندوز کې په سپین زر روغتون کې بستر و، نن سهار د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

مل پاسوال عبدالرشید بشیر له دې مخکې په غور، فاریاب، بغلان او تخار کې هم امنیه قومندان پاتې شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د افغان چارواکو د مړینې خبر ور کول کېږي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د سې شنبې په ورځ د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمیر له شپاړس نیم زرو پورته شو..

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون کابل کې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې دننه او بهر علمي وړاندوینې ښیي چې افغانستان به په راتلونکو دوه میاشتو کې د کورونا ویروس د کړکیچ لوړې څوکې ته ورسیږي.

امرالله صالح له خلکو وغوښتل چې د روغتیا وزارت سپارښتنې جدې وګڼي، که نه ناورین به لري نه وي.

ښاغلی صالح وايي اټکل شوی چې ښايي د لمریز کال تر پایته رسیدو مخکې په هیواد کې وضعیت عادي شي.