BBC
 شاته

پاکستان؛ اسلام ته په سپکاوي‌ تورن ښځه او خاوند د بښل کېدو په تمه دي

پاکستان د انځور حقوق Family handout
Image caption پر مېړه ښځې ۲۰۱۴ کال کې مذهب ته د سپکاوي تور لګېدلی و

شګفته کوثر او د هغې خاوند شفقت ایمانویل له تېرو شپږو کلونو راهیسې اسلام ته د سپکاوي په تور زنداني دي او د دوی په حق کې د اعدام د شوي حکم استیناف پایلو ته په انتظار دي.

اوس دا بې وزله عیسوۍ کورنۍ چې د پاکستان د ګوجره اوسېدونکې ده هیله لري چې ښايي کړاو یې سبا (چارشنبه) ته د لاهور عالي محکمې غونډه کې پای ته ورسېږي.

د دوی مدافع وکیل سیف الملوک چې د ورته تور له امله د بلې عیسوۍ په اعدام محکوم شوې مېرمنې اسیه بي بي مدافع وکیل هم وو بي بي سي ته وویل هغه شواهد چې له مخې یې دا خاوند او ښځه محکوم شوي دي ډېر ناقص دي.

اسیه بي بي له پاکستانه وتلې ده

پاکستان کې د اسیه بي بي خوشې کېدو خلاف احتجاجونه

خو هغه خبر داری ورکړی چې قاضیان ښايي د سخت دریځو له خوا د په نښه کېدو له امله تورنو کسانو ته له برائت ورکولو وېره ولري. د کورونا وېروس له امله د محکمې چارې هم ټکنۍ شوي دي.

دا خاوند او ښځه په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت اسلام ته د سپکاوي په تور محکوم شول چې د ادعا له مخې یوه ځايي امام ته له هغه تیلیفونه چې د شګفتې په نوم ثبت شوی وو داسې پیغام استول شوی وو چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ته په کې سپکاوی شوی وو.

په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي سزا اعدام دی خو دا سزا تر اوسه د هیچا په حق کې نه ده عملي شوې. خو پر دې جرم له تورنېدو وروسته لسګونه کسان د خلکو له خوا وژل شوي دي.

د شګفتې ورور جوزیف بي بي سي ته وویل خور یې او د هغې خاوند بې ګناه دي او دی په دې باوري نه دی چې دوی دې دومره لیک لوست زده وي چې د سپکاوي یو پیغام ولیکلی شي.

شګفتې د عیسایانو په یوه ښوونځي کې د ماشومانو د یوې پالونکي په توګه کار کاوه او خاوند یې شفقت معلولیت لري.

جوزیف وویل دی چې د شفقت لیدلو ته ورغلی وو ده ته ویلي چې دی ربړول شوی چې ناسم اعترافات ترې واخیستل شي:

''هغه راته وویل چې پولیس افسر سخت وواهه او پښه یې ماته شوه ''

دا خاوند او مېرمن څلور ماشومان لري او جوزیف یې په اړه وايي چې له رواني حالته زوریږي:

''دوی هر وخت ژاړي... مور او پلار پسې خفه دي او هیله لري چې بیا یې وویني. ''

د بشري حقونو فعالان وايي چې اسلام ته د سپکاوي ادعاوې ډېر کله د شخصي موخو له مخې او یا د مذهبي لږکیو د په نښه کولو لپاره کیږي.

د انځور حقوق Family handout
Image caption شګفته کوثر د ماشومانو په ښوونځي کې خدمت کاوه

د شګفتې مدافع وکیل بي بي سي ته وویل د محاکمې پرمهال دوی داسې وګڼله چې ښايي د دوی یوې ګاونډۍ چې عیسوۍ وه او له دوی سره یې پر څه شخړه راغلې وه د شګفتې په نوم سیمکارټ را نیولی او بیا یې د دوی د ښکېلولو لپاره دا پیغام استولی دی.

غالبا په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي په تور شوي حکمونه د استیناف محکمې له خوا بېرته را ګرځول کېږي.

تېرکال اسیه بي بي په زندان کې له څه باندې لسو کلونو تېرولو وروسته هغه مهال له پاکستانه ووتله چې سترې محکمې هغې ته برائت ورکړ.

د دې پرېکړې په غبرګون کې د سخت دریځو مذهبي ډلو د تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل.

مدافع وکیل سیف الملوک بي بي سي ته وویل دی فکر کوي چې د شګفته کوثر او د هغې د خاوند قضیه د اسیه بي بي له قضیې هم کمزورې ده.

هغه وویل دا خاوند او ښځه هم لکه د اسیه بي بي په څېر د نړیوال ملاتړ مستحق دي او که برائت ورکړل شي نو اړتیا ده چې پل هېواد کې پناه ورکړل شي.

د شګفتې ورور جوزیف بي بي سي ته وویل د اسیه بي بي له خوشې کولو وروسته د عدالت لپاره د دوی هیلې هم زیاتې شوي دي.