BBC
 شاته

عبدالله: طالبانو سره باید جوړجاړی وشي؛ د افغانستان کړکېچ د جګړې په دوام نه حل کېږي

عبدالله د انځور حقوق AFghance/facebook
Image caption ښاغلي عبدالله ټینګار کړی چې د افغانستان کشاله په جګړه نه ختمېږي

د افغانستان ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له بي بي سره په یوه ځانګړې مرکه کې له وسله والو طالبانو سره په د جوړجاړي خبره کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې روان کړکېچ د جګړې له لارې نشي ختمېدلی.

ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د هغه رپوټ په اړه هم اندېښنه ښودلې چې وايي، وسله والو طالبانو تر دې وروستیو له القاعدې ډلې سره اړیکې درلودې او دې ډلې ته یې افغانستان کې پناه ورکوله.

ښاغلي عبدالله د بي بي سي یلدا حکیم ته وویل، 'له القاعده سره د طالبانو تحریک اړیکي پرې کول د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې یوه برخه وه، دا په بشپړ ډول نه ده عملي شوې، پرمختګ شوی، خو ډېر څه لا پاتې دي چې باید وشي او بې له شکه زموږ لپاره دا زموږ لپاره د اندېښنې خبره ده.'

له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر سیاسي‌ جوړجاړي وروسته، او د ملي پخلاینې د عالي‌ شورا مشر ټاکل کېدو راهیسې دا لومړی ځل و چې ښاغلي عبدالله د سولې په تړاو پر ګڼو موضوعاتو مفصلې خبرې وکړې.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر طالبانو باور کېدلی شي،‌ ښاغلي عبدالله وویل، 'دلته مسله پر طالبانو یا کومې بلې ډلې د باور نه ده، بلکې دا د خبرو ازمایښت لپاره د هر چا توجه جلبوي.'

ولسمشر غني سره په مشوره کار:‌

د انځور حقوق Abdullah Facebook
Image caption ښاغلي عبدالله ویلي چې د سولې په چارو کې له ولسمشر غني سره په سلا مشوره او په ګډه کار کوي

ښاغلي‌ عبدالله وویل، طالبان وسله وال دي او جګړه کوي. که څه هم تاوتریخوالي کې یو څه کمښت راغلی، خو حکومت ورسره باید یو جوړ جاړي ته ورسېږي، ځکه د جګړې له دوام سره دغه حالت نه ختمېږي.

ښاغلی عبدالله وايي: امریکایانو یوه هوکړه لاسلیک کړه، طالبانو له القاعده سره د اړیکو پرې کولو غوندې ځینې ژمنې وکړې، خو خبره دا ده چې موږ باید یو ځای شو، خبرې پیل شي او که هر څوک داسې فکر کوي چې له پوځي لارې به ګټه وکړي، دا شونې نه ده.

ښاغلي‌ عبدالله بي بي سي‌ ته وویل چې د سولې په چارو کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای په سلا مشوره کار کوي او دې برخه کې د ټول ولس مشورې ته اړتیا شته.‌

نوموړي‌ همدا راز په افغانستان کې ځینو خونړیو بریدونو ته په شارې وویل،‌ د اسې ثبوت نشته چې دا بریدونه دې طالبانو کړي‌ وي.‌