شاته

آیا کروناویروس مخ په کمېدو دی؟

په ایټالیا کې یوې نوې څیړنې موندلي چې په کووید۱۹ ناروغۍ باندې په اخته کسانو کې د کروناویروس کچه په کمیدو ده.

پدغه څیړنه کې د شاملو ډاکترانو یوې ډلې ویلي چې دا پرمختګ په دې دلالت کوي چې د کروناویروس کمزوری شوی دی.

د ایټالیا د میلان ښار د رافایل روغتون رئیس البرتو زنګریلو، ویلي داسې بریښي چې د کروناویروس له کبله تلفات کم شوي دي، ځکه چې د کووید۱۹ نښې نښانې په هغو کسانو کې چې اوس ناروغ شوي د هغو کسانو په پرتله چې دوه میاشتې د مخه ناروغ شوي وو، کمې لیدل کیږي‌ او دا علایم کمزوري دي.

هغه زیاته کړې چې د لسو تیرو ورځو تجربې ښودلي چې د شمېر له پلوه ددغه ویروس کچه د یوې یا دوو تیرو میاشتو په پرتله ډیره کمه وه.

له دې سره سره د ایټالیا حکومت خبرداری ورکړی چې دغه ادعا کیدای شي خلک بې غوره کړي او ددې هیواد له اوسیدونکو نه یې غوښتي چې له احتیاط نه کار واخلي.

د متخصصینو شک

د سکاتلند د ویروس د څیړنو د یو مرکز متخصص اسکار مکلین، د ایټالوي ډاکترانو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په علمي ادبیاتو کې دغه ډول ادعا ثابتدای نشي.

هغه زیاته کړه چې دغه ډول ادعا خطرناکه ده. ښاغلي مکلین زیاته کړه چې په تیورۍ کې ددې امکان شته چې ویروس پخپل بدلون سره کمزوری شي، خو دا هغه څه ندي چې باید تمه یې ولرو او اړتیا ده چې دغه ډول ادعا په سیستماتیکه توګه تائید شي.

خو د میلان ښار د رافایل روغتون ډاکتران پر خپلو موندنو ټینګار کوي او وایي چې په کووید۱۹ ناروغۍ باندې د ۲۰۰ اخته کسانو په بدن کې د ویروس د کچې له تحلیل او ازمایلو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي دي.

ښاغلي زنگریلو د کروناویروس د دوهمو څپو له راتللو څخه ډار بې مورده وګاڼه چې د هغه په باور خلک یې اندیښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د میرس او سارس په څیر وژونکي ویروسونه پخپل سر له منځه ولاړل.

خو بیا هم هغه وویل: "باید احتیاط له لاسه ورنکړو او بېځایه ځانونه ونه وژنو."

په نړیواله کچه ایټالیا د کروناویروس د مړینو او اخته کسانو د شمیر له کبله له امریکا او بریتانیا وروسته دویم هېواد دی چې تر اوسه ۳۳۴۷۵ کسان په کې مړه شوي او څه دپاسه ۲۳۳زره نور وګړي په کروناویروس اخته شوي دي.

کروناویروس لومړی ځل د چین د هوبي ولایت له ووهان ښار نه پیل او په بیړه په وژونکې وبا واوښت او په ټوله نړۍ کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون شمیرې ښیي چې د نړۍ په ۱۸۸ هیوادونو کې د سه شنبې تر سهاره جون دوهمه (غبرګولي ۱۳) پورې څه دپاسه شپږ میلیون او ۲۸۸ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه څه دپاسه ۳۷۵ زره یې مړه شوي دي.