شاته

پاکستان د سارک کیدونکې غونډه لغوه کړه

پاکستان د سارک د سازمان دغه غونډه وروسته هغه لغوه کړه چې د هند څخه وروسته افغانستان، بنگله دیش او بوتان اعلان وکړ چې په اسلام اباد کې د سارک د سازمان په غونډه کې به گډون ونکړي.

د افغانستان حکومت پریکړه کړې ده تر څو چې د سیمې عمده امنیتي مسایل حل نشي په اسلام اباد کې د سارک سازمان په کیدونکې غونډې کې به برخه وانخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوری د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل تر هغه پورې چې د سیمې امنیتي مسایل واضح او حل نشي، د دغو مسایلو په وړاندې واضح اقدامات ونشي، افغان حکومت به د سارک سازمان په غونډه کې به گډون ونکړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ ویلي و چې د هند صدراعظم نریندرا مودي، د هند او پاکستان په سرحد کې د ورستي برید له امله د سارک د سازمان په غونډه کې گډون نه کوي.

وړاندې ټاکل شوې وه چې نریندرا مودي په اسلام اباد کې غونډې ته ورشي.

وړاندې ټاکل شوې وه چې نریندرا مودي په اسلام اباد کې غونډې ته ورشي.

د هند او پاکستان تر منځ اړیکې هغه مهال کړکیچنې شوې چې هند په کشمیر کې په روانې میاشت کې د هند پر پوځي اډې باندې د مرگوني برید پړه پر پاکستان واچوله.

هند ادعا کوي چې د سپتمیر په اتلسم باندې یو ډله یاغیان چې د پاکستان له سرحد څخه اوښتي و د هند تر ولگې لاندې کشمیر کې د پوځ په یوې اډې باندې برید وکړ چې پکي ١٨ پوځیان ووژل شول. دا په سیمه کې په تیرو ١۴ کلونو د هند امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو درانه اوښتي تلفات دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وکاس سوارپ ویلی چې هند په نیپال کې د سارک د سازمان مشرتابه ته په دې هکله خبر وکړی.

"د پاکستان له خوا ترسره شوي ترهگریزو بریدونو او او د دغه غونډې د غړو هیوادونو په کورني چارو کې د پاکستان د مداخلې له امله چې یو نا مساعده چاپیریال یې جوړ کړی هند نشي کولای په نوامبر میاشت کې په اسلام اباد کې د سارک نولسمې غونډې کې برخه واخلي."

هند ته د بنگله دیش عالی کمیشنر سعید معظم هم ویلي چې د سارک په غونډه کې د نه گډون خبر یې په نیپال کې د سارک مشرتابه ته ورکړی.

ښاغلي معظم زیاته کړه "بنگله دیش سارک سازمان سره مقاطعه نده کړې بلکه د سارک مشر، د نیبپال صدراعظم ته یې اطلاع ورکړې چې د اوسنيو شرایطو په نظر کې نیولو سره به پدې غونډه کې گډون مشخصې او د قناعت وړ نتیجې ونلري نو ځکه به په اسلام اباد کې د سارک کیدونکي غونډه کې گډون نشي کولای."

خو پاکستان د هند د دغې پریکړې په ځواب کې ویلي چې د کشمیر په تړاو په اسلام اباد لگیدلي تورونه درواغ دي او هند باید د تورونو د لگولو مخکې بشپړ تحقیقات وکړي. په اسلام اباد کې د سارک په غونډې کې د موډي د نه گډون پریکړه د هند له خوا وروستۍ هڅه ده څو پر پاکستان په دیپلوماتیکه توگه فشار راولي.

خو د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان د پاکستان په وړاندې د هند تهدید ته داسې ځواب وکړ.

Pakistan's opposition leader Imran Khan speaks during a press conference in Islamabad, Pakistan, Sunday, April 10, 2016. Khan called on Prime Minister Nawaz Sharif to resign.

Pakistan's opposition leader Imran Khan speaks during a press conference in Islamabad, Pakistan, Sunday, April 10, 2016. Khan called on Prime Minister Nawaz Sharif to resign.

"هند چې پاکستان ته دا ډول گواښونه ورکوي باید پوه شي چې جگړه د حل لاره نده، دویم دا چې حتی که هند لوی پوځ لري او که جگړه هم پیل کړي، پاکستان به په متحده په وړاندې یې ودریږي."

متحده ایالات وایي چې پاملرنه یې پر پاکستان متمرکزه کړې څو خپله خاوره کې د ترهگرو په وړاندې جگړې کې یې وړتیا لوړه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال مارک تونر وویل پاکستان د ځینو ترهگرو ډلو په وړاندې چې د پاکستان په سرحد کې دننه بریدونه ترسره کوي پرمختگ کړی.

"او مونږ به هم په پاکستان فشار راولو چې د هغو ډلو په وړاندې اقدام وکړي چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د خوندي ځایونو په لټه کې دي."

په اسلام اباد کې د سارک په غونډې کې د مودي د نه گډون پریکړه د پاکستان د منزوي کیدو د تگلارې یوه برخه بلل کیږي. هند وایي دا کار یې په لوی لاس کړی څو د ملگري ملتونو په عمومي غونډې او د جي شل په غونډو کې په نړیواله کچه د ترهگرۍ سره د پاکستان د اړیکو درلودو مسله رابرسیره شي.