شاته

پاکستان: یوه میاشت کې ۱۲ ترهګرو پېښو کې ۱۸ عسکر او ۸ ترهګر وژل شوي 

پاکستان کې تېره میاشت د ترهګرۍ سره تړلو۱۲ پېښو کې ۱۸ امنیتي عسکر، اته ترهګر او ۵ عام کسان وژلي شوي دي.

د ترهګرۍ زیاتې پېښې د افغانستان پولې ته نزدې شمالي وزیرستان کې شويدي. ددې ترڅنګ په پوځ دوه ستر بریدونه د ایران پولې ته نزدې په ناقلاره بلوچستان صوبه کې شوي دي.

پاکستان کې دننه د زیاتېدونکو ترهګره پېښو د چېلنج سره سم د پاکستان پوځ د مۍ په میاشت کې د هېواد په مشرقي سرحد هم د هندي ځواکونو سره په تاوتریخوالي کې بوخت پاتې وو. هند او پاکستان په تېره میاشت کې اته وارې په یوبل د بریدونو اود لائن اف کنټرول د خلاف د ورزو تورونه لګولي دي.

د پاکستان د پوځ لخوا مطبوعاتو ته د ورکړی شوو بیانونو ترمخه په شمالي وزیرستان میرعلي عیدک سیمه کې د مۍ په نهمه او اتلسمه نېټه دوه ترهګر بریدونو کې درې عسکر وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د دغه دواړو بریدونو ذمه واري د جومات الاحرار په نامه ترهګرې ډلې منلې وو. د اپرېل په میاشت کې هم په شمالي وزیرستان کې په ترهګر بریدونو کې د پاکستان ۱۰ امنیتي عسکر وژلی شوي وو.

د پاکستان انګرېزۍ ډان ورځپاڼې پرون په خپله اداریه کې لیکلي،‌ په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ شمالي وزیرستان کې په عامو خلکو هم هدفي حملې زیاتې شوي دي چې په خلکو کې یې ویره او اندېښنه پېدا کړی ده.

د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د وړوکي اختر په ورځ نامعلومه وسله والو د پاکستان د حکومت د وفاقي ادارې یو ملازم زبېد داوړ چې د اختر لپاره کلي ته ورغلی وو سره د نورو دوه عزیزانو په ډزو وژلی وو.

ډان ورځپاڼه لیکي چې د تېرې میاشتې په اولنۍ اوونۍ کې هم په دوه بېلا بېلو هدفي پېښو کې مشکوکه وسله والو پنځه ځايي کسان وژلي وو.

د شمالي وزیرستان یو خبریال رسول داوړ چې پېښور کې صحافت کوي، ډیوه ته ویلي چې د وړوکي اختر لپاره خپل کلي میرعلي ته ورغلی وو خو د اختر ورځې یې ډېرې په یره کې تېرې کړي دي.

نوموړی وايي یو ځل بیا د ضرب عضب پوځي عملیاتو نه وړاندې په رنګ حالات جوړ شوي، تیاره ده او په هدفي وژنو کې د عامو خلکو وژنې،‌ په ځايي خلکو کې اندېښې پېدا کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې د تېرو څو میاشتو راهیسې د زیاتېدونکو ترهګره بریدونو پرضد د شمالي وزیرستان د ځوانانو تنظیم یوت اف وزیرستان د اختر نه وروسته یوه قامي جرګه هم رابللې وه. د جرګې ګډون والو په وزیرستان کې د وسله والو ډلو په هلو ځلو او ددغه ډلو په خلاف په شوو ضرب عضب پوځي عملیاتو پوښتنې راپورته کړی دي.

د ځوانانو د تنظیم مشر وقار داوړ ډیوه ته ویلي چې د جرګې غړو فېصله کړی د وسله والو خلاف به لښکرې نه جوړوي ځکه چې د امن ذمه واري د اولس نه د ریاست ده. هغه وویل چې جرګې دا هم نیوکې کړي دي چې په صوبه کې د انضمام وروسته د پولیس نظام تراوسه ډېر کمزوری دی او حکومت یې هېڅ غم نه کوي. باېد د پولیس نظام په ځای کړی شي.

د شمالي وزیرستان ترڅنګ تېره میاشت پخوانۍ قبایلي سیمه باجوړ عنایت کلي بازار کې هم وسله والو دوه تنه په هدفي بریدونو کې وژلي او دوه نور يي ټپيان کړي دي.

ترهګره ګرځولی شوو داعش او تحريک طالبان پاکستان ددې پيښې زمه واري منلي او ویلي یې دي چې په نخښه کړل شوي تنان د پاکستان د استخباراتي ادارو ملاتړي وو. ډان ورځپاڼې په خپله اداریه کې لیکلي دي چې پاکستان کې ترهګرۍ یو ځل بیا په بیلا بیلو برخو کې خپل سورې خپور کړی او د تېرو وختونو د ترهګرې بېرته راتلو اندېښنې یې تازه کړي دي.

بلوچستان کې د بد امنۍ پېښې:

د ایران پولې خوا ته په بلوچستان کې هم د مۍ په میاشت کې بلوڅ وسله والو ډلو په درې بیلا بیلو بریدونو کې د پاکستان د پوځ د دوه افسرانو په شمول ۱۳ عسکر وژلي دي.

بلوچستان کې تېره میاشت دغه پېښې د بولان او په کېچ سیمو کې شوي دي.

په دغه سیم کې د بلوچستان لېبرېشن فرنټ اوبلوچ ریپبلیکن ارمي په نامه بلوڅ بېلتون خوښې ډلې فعاله دي او ددغه ډلو وسله وال د پاکستان نه د خپلو سیمو د ازادۍ غوښتنې کوي.

د ترهګرۍ د پېښو دا لړۍ د پاکستان سرښار اسلام اباد ته هم غزېدلی ده اود مۍ په ۲۶ نېټه نامعلومه وسله والو د اسلام اباد په چورنګي سیمه کې دوه پولیس عسکر په ډزو وژلي چې د پېښې د ځایه تېښته کې بریالي شوي دي.

پاکستانکې په کور دننه د ترهګرۍ د پېښو ترڅنګ ددغه هېواد په مشرقي سرحد هم تاو تریخوالی موجود وو او د هند او پاکستان پوځونو په دواړه خیزه توګه په يوبل اته وارې د بریدنو او د لائن اف کنټرول د خلاف ورزو تورونه لګولي دي.

د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځه د ډزو او شېلنګ دغه پېښې زیاتره د کشمیر سره په لانجمنه پوله پونج او راجوړي سیمو کې شوي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي