شاته

پاکستان: کرونا نور ۷۸ کسان مړه کړي، نزدې څلور زره نوې پېښې مخې ته راغلي

په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله نور ۷۸ کسان په تېر شوا روز کې مړه شوي دي، د مړو ټوله شمېره ۱۶۲۱ ته رسېدلې ده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۳۹۳۸ نورو کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي چې ورسره په ملک کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره ۷۶زره ۳۹۶ ته ورسېده.

سرکاري شمېرې ښايي تراوسه پورې په ملک کې ۲۷زره۱۱۰ کسان د دې وایرس نه ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې پېښې په سند صوبه کې مخې ته راغلي چې شمېره يې ۲۹زره ۶۴۷ او بيا په پنجاب صوبه کې ۲۷زره۸۵۰ دي.

خو دې وایرس تر ټولو زيات مړي په پنجاب صوبه کې کړي دي چې شمېره يې ۵۴۰ ته رسېدلې ده په پنجاب کې په تېر شوا روز کې ۴۳ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

په سند کې د کرونا وايرس څخه د نورو ۲۲ کسان د مړه کېدو سره د مړو شمېره ۵۰۳ ته رسېدلې ده.

او خېبرپښتونخوا کې دې وايرس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور نهه تنه مړه کړي چې ورسره په صوبه کې ټول ۴۸۲ کسان مړه کړل.

د کرونا وايرس څخه په بلوچستان کې ۴۹ او اسلام اباد کې ۳۰ تنه مړه شوي دي.