شاته

عمران خان: کرونا وايرس به نور خوريږي خلک دې احتیاط وکړي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان يو ځل بيا په خلکو غږ کړی چې د غربت او کرونا وايرس د مخې نيولو دپاره به احتیاط کول وي او چې خلک څومره بې احتياطي کوي دومره ډېر تاوان به کيږي.

د قامي رابطه کمېټۍ د غونډې وروسته نوموړي ويلي، د کرونا وايرس له امله چې لاک ډاؤن شوی پکې تړلې شعبې پرانيزو خو ځينې به تړلې وي.

عمران خان د تړلو شعبو پرانستو خبره په داسې حال کې کړې چې په ملک کې د کرونا وایرس پېښې ورځ تر بلې په تېزۍ سره سېوا کیږي.

وزيراعظم ويلي په لاک ډاؤن کې د نرمۍ کولو يا لاک ډاؤن ختمولو وروسته هم دا ويل به ګران وي چې دا وبا به نور نه خوريږي.

هغه خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به دا وايرس نور خوريږي او که خلک احتياط وکړي او د حکومت په لارښوونه عمل وکړي نو دې سره ژوند تېریدی شي.

د پاکستان وزيراعظم ويلي لاک ډاؤن احتیاط دی دا د کرونا علاج نه دی روان کال به د کرونا سره تېرول وي او تر څو چې ويکسين نه وي راغلي کرونا به تر هغې وخته پورې وي.

هغه ويلي د بهر هېوادونو څخه خلکو ته ملک ته بيرته راتلونکو ته اجازت ورکولی شي د دوی به ټېسټ کيږي او د هغې وروسته به کورونو ته لېږل کيږي که د چا ټېسټ مثبت راځي په کورونو کې به ځان قرنطين کوي.

عمران خان ويلي د خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان حکومتونو ته يې ويلي چې د سېلګرۍ د سيمو دپاره تګلارې جوړې کړي ځکه چې د دغو اقتصاد زيات په سېلګرۍ روان وي.

هغه زياته کړې په پاکستان کې پينځه کروړه خلک د غربت د کرښې نه لاندې ژوند کوي او لاک ډاؤن تر ټولو زيات غريب خلک اغېزمنوي.