BBC
 شاته

ولسمشر غني له مایک پومپیو سره پر "نا اعلان شوي اوربند" خبرې وکړې

غني د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني دوشنبه ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره غږېدلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوشنبه ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پر راتلونکو ګامونو او نا اعلان شوې اوربند خبرې کړي دي.

په دې ویډیويي غونډه کې په افغانستان کې د امریکا شارژ دافیر راس وېلسن، د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان سکاټ مېلر او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون درلود.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان لوري په دې غونډه کې د "نا اعلان شوي اوربند پر میکانیزم چې د لوبې اصول به په کې مشخص کیږي ټینګار وکړ".

اعلامیه زیاتوي چې د واړو لوریو هوکړه وکړه چې په نږدې ورځو کې د سولې بهیر پر نورو جزئیاتو ګډ کار وکړي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره پر دې موضوعاتو خبرې کړې دي چې د ملګرو امنیت شورا په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي، طالبان لا هم له القاعدې ډلې سره اړیکې پالي او په افغانستان کې پناه ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images /
Image caption د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، طالبان له القاعدې سره لا هم اړیکي پالي او په افغانستان کې ځای ورکوي

د ارګ په اعلامیه کې د نا اعلان شوي اوربند په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د تېرې جمعې پر ورځ د اختر درې ورځو کې اوربند ته په اشارې ویلي وو چې د تاوتریخوالی کمښت به دوام ولري.

هغه پر ټویټر لیکلي وو چې اوربند پيچلې مسله ده او د تاوتریخوالي پای ته رسول ځانګړو او دوامداره همغږۍ ته اړتیا لري.

دا څرګندونې د طالبانو له خوا پر افغان ځواکونو له مرګوني برید څو ساعته وروسته شوې وې.

دغه راز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د خوشې کولو لړۍ دوام لري.

اعلامیه زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټینګار وکړ چې امریکا د اوږدمهال ستراتیژیکو اړیکو په اډانه کې د یوه خپلواک، متحده ، دیموکرات او باثباته افغانستان غوښتونکې ده.

د افغانستان د ملي روغې جوړې مشر عبدالله عبدالله هم دې غونډه کې ګډون درلود او دا لومړی ځل دی چې نوموړی له امریکايي لوري پر دې کچه د سولې په اړه خبرې کوي.

د ولسمشر غني دواړو مرستیالانو هم دې غونډه کې ګډون کړی وو.