BBC
 شاته

امریکا کې تاوتریخوالی: ولسمشر ټرمپ واشنګټن کې امریکایي پوځیان ځای پر ځای کوي

Police in New York City in formation near a protest in Times Square (1 June) د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پلازمېنه واشنګټن کې د ملي ګارډ اته سوه اضافي عسکر ځای پر ځای شوي دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنه ماښام اعلان وکړ چې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي او احتجاجونو د کابو کولو لپاره یې د امریکایي پوځ کارولو پرېکړه کړې ده او زرګونه پوځیان به د امریکا په بېلابېلو برخو کې ځای شي. پلازمنې واشنګټن ته هم د ملي ګارډ اته سوه اضافي عسکر ور بلل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ دوشنبه ماښام سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "تېره شپه چې په واشنګټن کې څه وشول هغه د شرم ځای دی. نن شپه به ګرځبندیز په کلکه پلی کېږي٬.

په امریکا کې روان احتجاجونه او ورسره مل تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شول چې تېره دوشنبه د جورج فلویډ په نامه یو تور پوستی کس د پولیسو لخوا د نیول کېدو پر وخت ووژل شو.

احتجاج کوونکي تور لګوي چې پولیسو د تېرو په څېر د جورج فلویډ د نیولو پر وخت بېځایه زور وکارولو، د هغه ساه یې ور بنده کړه او هغه یې ووژل.

ولسمشر ټرمپ دوشنبه ماښام خپله لنډه وینا کې د جورج فلویډ وژنه وغندله، خو تور یې پورې کړ چې په هېواد کې په دې پلمه روان احتجاجونه او تاوتریخوالی (په کور دننه ترهګري) ده.

نوموړي ګواښ وکړ چې ورانکاري به نیول کېږي، قانوي چلن به ورسره کېږي او د کلونو لپاره به زندان ته اچول کېږي.

والیانو ته د زور کارولو سپارښتنه:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ خپلو والیانو ته ویلي چې د احتجاج کوونکو پر ضد زور وکاروي

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه ویډیو کنفرانس کې د امریکا بېلابېلو ایالتونو والیانو ته سپارښتنه وکړه چې د احتجاج کوونکو پر ضد زور وکاروي، که نه حالت به له کنتروله ووځي.

ښاغلي ټرمپ ټرمپ خپلو والیانو ته وویل: "تاسې باید برلاسي اوسئ. که برلاسي نشوئ بیا نو هسې خپل وخت ضایع کوئ. دوی (احتجاج کوونکي) به پر تاسې در وخېژي. تاسې به هسې مسخره شکاره شئ ".

د سي بي اېس شبکې د دې کنفرانس غږ ترلاسه کړی، چې پکې ولسمشر ټرمپ والیانو ته سپارښتنه کوي چې احتجاج کوونکي ونیسي او لس کاله یې زندانونو کې واچوي.

خو د ایلينویز ایالت دیموکرات والي جې بي پرېټزکر د ولسمشر ټرمپ دا سپارښته غندلې ده او لېونتوب یې بللی دی.

نوموړي سي اېن اېن سره یوه مرکه کې وویل، کله یې چې ولیدل چې پولیس د سپینې ماڼۍ نه بهر احتجاج کوونکي شا ته ټېل وهي نو پر خپلو سترګو یې باور نه راتله.

نوموړي وویل، امنیتي کسان د احتجاج کوونکو د امنیت ساتلو لپاره ګومارل شوي، نه د دې لپاره چې د هغو پر ضد زور وکاروي. والي پرېټزکر ولسمشر ټرمپ یو متعصبه کس وباله.

د ټرمپ د وینا پر مهال د سپینې ماڼۍ بهر احتجاج او شعارونه:

د انځور حقوق CBS
Image caption د ولسمشر ټرمپ وینا پر مهال ګڼو کسانو د سپینې ماڼۍ نه بهر د ده پر ضد شعارونه ورکول، خو وروسته پولیسو له سیمې وشړل

دوشنبه ماښام په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ له وینا سره هم مهاله بهر ګڼ شمېر احتجاج کوونکي راټول شوي وو او حکومت ضد شعارونه یې ورکول.

وروسته پوځي پولیسو دا کسان له سیمې په شا کړل او ولسمشر ټرمب ته یې لار هواره کړه چې له سپنې ماڼۍ بهر سېنټ جان کلیسا پورې پیاده ولاړ شي.

دا یوه تاریخي کلیسا ده چې د امریکا ټول ولسمشر ورځي. د تېرې شپې په تاوتریخوالي کې د همدې کلیسا یوې برخې ته هم اور واچول شو، خو پر وخت ووژل شو او ډېر تاوان یې ونکړ.

ولسمشر ټرمپ د کلیسا د دروازې بهر ودرېد، یو ځل بیا یې کامرو او خبریالانو ته مخ کړ، په لاس ک یې انجیل پورته ونیوه او ژمنه یې وکړه چې حالت به ژر کنترول شي.

نوموړي ادعا وکړه چې دی د امریکا (د قانون او نظم) ولسمشر دی، خو په پولیسو کې د اصلاحاتو هېڅ یادونه یې هم ونکړه، هغه څه چې د روان تاوتریخوالي ریښه او د احتجاج کوونکو لویه غوښتنه ده.