BBC
 شاته

جورج فلویډ ته د ژوند وروستیو شېبو کې څه پېښ شول؟

د انځور حقوق Twitter/Ruth Richardson
Image caption جورج فلویډ پولیسو ته بیا بیا ویل چې سا اخیستلی نه شي.

د پولیسو نظارت کې د یوه افریقايي توکمه امریکايي مرګ پسې متحده ایالتونو کې پراخې مظاهرې پیل شوې.

مظاهره چیانو د سپینې ماڼۍ مخ ته هم مظاهره وکړه او د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې ولسمشر ټرمپ تېره شنبه او یکشنبه سپینه ماڼۍ کې هغه پټنځي ته لېږدول شوی چې د ترهګریزو بریدونو پرمهال کارېږي.

۴۶ کلن جورج فلویډ د میناسوټا ایالت په میناپولیس کې له دوکان بهر د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته مړ شو.

د مۍ پر ۲۵ د نوموړي د نیولو انځورونه ښيي چې سپین پوستی پولیس ۴۴ کلن ډریک چایوون د فلویډ پر مرۍ ګونډه ږدي، چې پر ځمکه غورځول شوی دی.

ښاغلی چایوون له هغه راهیسې پر وژلو تورن دی.

هغه مهم څه چې د ښاغلي فلویډ د مرګ سبب شول په دېرشو منټو کې پېښ شول، چې د شاهدانو په خبرو، ویډیويي انځورونو او د چارواکو په خبرو ولاړ دي او دا هغه څه دې چې موږ پرې پوهېږو.

دا هرڅه د ۲۰ امریکايي ډالرو نوټ کوټه بللو رپوټ سره پیل شول.

رپوټ د مۍ پر ۲۵ هغه مهال ور کړل شو، چې کله فلویډ یوه پلورنځي کې سیګرټ را نیول.

د پلورنځي کارمن پولیسو ته رپوټ کې ويلي؛ باوري دی، چې شل ډالرو نوټ جعلي دی.

ښاغلی فلویډ د خپل پلرني ټاټوبي تګزاس له هوسټن په کډه کېدو سره له څو کلونو را هیسې میناپولیس کې اوسېږي.

نوموړی بونسر و، خو د نورو میلیونو امریکایانو په څېر د کورونا وبا له امله بې کاره شو.

د پلورنځي څېښتن څه وايي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption له سپینې ماڼۍ سره نږدې مظاهره چیان د پولیسو مقابل کې.

د پلورنځي څېښتن مایک ابومایاله له اېن بي سي سره خبرو کې ښاغلی فلویډ داسې څوک بللی چې پلورنځي ته به همېش ورته: مینه ناکه څېره یې لرله، مهربان مشتري و او هیڅ کله یې هم کومه ستونزه نه ده جوړه کړې.

خو ښاغلی ابومایاله د پېښې په ورځ په پلورنځي کې نه و.

د شکمن بېل رپوټولو کې د هغه ځلموټی کارګر هرڅه څارلي دي.

د چارواکو له خوا خپاره شوي متن کې راغلي د ۹۱۱ شمېرې ته د ۱۲:۰۱ بجو ټلېفون کې کارګر ویلي چې سیګرټ یې بېرته غوښتي، خو هغه(فلویډ) ور ونه سپارل.

دې متن کې زیاته شوې، کارګر ویلي چې سړی داسې ښکارېده چې "څه یې څښلي او خپل واک کې نه و".

له ټلېفون لږ وروسته پر ۲۰:۰۸ دوه پولیس رسېږي، ښاغلی فلویډ له دوو نورو کسانو سره په ګوښه کې درول شوي ګاډي کې ناست دی.

موټر ته تر نږدې کېدو وروسته د تامس لېن په نوم پولیس ټوپک پورته کوي او ښاغلي فلویډ ته وايي چې لاسونه وښيي.

د روایت له مخې، څارنوالانو دا نه ده روښانه کړې چې ښاغلي لېن ولې د ټوپک پورته کولو فکر وکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لاریونوال پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کوي.

د ښاغلي لېن څارنوالانو ویلي: پر فلویډ یې لاسونه واچول، له ګاډي یې ګوز کړ، بیا ښاغلي فلویډ د زولنو په مقابل کې سخت مقاومت وکړ.

ښاغلي فلویډ چې له لاسبند شکایت وکړ، نو ښاغلي لېن وویل، چې د جعلي پیسو د ورکړې له امله نیول شوی دی.

دا هغه مهال و چې پولیسو هڅه وکړه، فلویډ خپل ګاډي ته واچوي او دې وخت کې جنجال پیل شو.

د رپوټ له مخې، پر شاوخوا ۲۰:۱۴ بجو ښاغلی فلویډ پر ځمکه غورځول کېږي او پولیس وايي، چې هغه وېرېدلی و.

ښاغلی چایوون د صحنې ځای ته رسېږي، هغه او نور پولیس نورو هغو هڅو کې ښکېل دي چې فلویډ د پولیسو ګاډي کې اچوي.

د رپوټ له مخې، د ۲۰:۱۹ بجو شاوخوا ښاغلی چایوون ښاغلی فلویډ له ګاډي کوزوي، چې ور سره نوموړی پر ځمکه غورځي.

پړمخ پروت وي، خو لا یې هم زولنې لاس کې وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډرک چایوون د فلویډ په وژلو تورن دی.

دا هغه وخت دی چې ښاهدان د نوموړي ویډیو اخلي او نوموړي په بد حالت کې ښکاري.

دا شیبې په ګڼو ملفونونو یا مبایلونو فلم کېږي او په پراخه کچه خواله رسنیو کې خپرېږي، چې د فلویډ وروستی حالت زبادوي.

ښاغلی فلویډ د پولیسو په کنټرول کې دی، ښاغلي چایوون هم خپل کیڼ ځنګون د هغه د سر او مرۍ ترمنځ اېښی دی.

ښاغلی فلویډ وايي: سا نه شم اخیستلی، بیا بیا د مور نوم اخلي او وايي، مهرباني، مهرباني، مهرباني.

د څارنوالانو رپوټ وايي، د اتو دقیقو او ۴۶ ثانیو لپاره ښاغلي چایوون د فلویډ پر مرۍ ګونډه اېښې وه.

دغه مهال تر شپږو دقیقو د ښاغلي فلویډ له خولې هیڅ نه وځي. د پېښې ویډیوو کې دا هغه حالت دی چې فلویډ پکې خاموش دی او د پېښې لیدونکي له پولیسو غواړي چې نبض یې وګوري.

یوه بل افسر جا کیونګ د ښاغلي فلویډ ښی مړوند نیسي، نبض یې ګوري، خو هیڅ په لاس نه ورځي. خو لا هم نورو افسرانو هیڅ نه کوي.

پر ۲۰:۲۷ بجو چایوون د فلویډ له مرۍ خپله پښه لرې کوي، خو فلویډ هیڅ نه خوځېږي، په کټ کې یې اچوي او امبولانس کې د هینيپن مېنې روغتون ته لېږدول کېږي.

شاوخوا یوه ګړۍ وروسته مړ بلل کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مختلفو سیمو کې ګاډو او جایدادونو ته اور اچول شوی او ځینې هټۍ لوتل شوې دي.

تر مرګ مخکې شپه ښاغلی فلویډ خپل یوه نږدې ملګري کرسیټوفر هریس سره غږېدلی و. نوموړي فلویډ ته ویلي و چې د لنډمهالو دندو ادارې سره تماس ونیسي.

دی وايي، د فلویډ په کرکټر کې جعلي پیسې د منلو نه وې.

هریس وايي، ډېر احمقانه ډول مړ شو، د ژوندي پاتېدو سوال یې وکړ. د ژوند هیله یې وکړه.

د نوموړي په خبره، کله چې په داسې سیستم د باور هڅه وکړې چې ستا لپاره جوړ نه وي، کله چې بیا بیا د عدالت غوښتنه وکړې، خو ترلاسولی یې نه شې، ته بیا خپل لاس کې د قانون نیولو هڅه کوې.