شاته

نړیوال مارکیټ کې دخامو تیلو بیعو ټیټېدو سره پاکستان دتیلو نرخونه نور هم غورځولي

دکرونا وایرس له امله نړیوال مارکیټ کې دخامو تیلو په بیعو کې دکمښت له امله پاکستان هم پخپل هیواد کې دتیلو بیعې نورې غورځولې دي.

دپاکستان دخزانې ډویژن دبیان له مخې د وړومبي جون څخه پاکستان د پټرولو نرخ اوو روپۍ اؤ شپږ پیسې غورځولی چې له دې وروستو یو لټیر پټرول په ۷۴روپو اؤ ۵۲پیسو پلورل کیږي.

د خاورو دتیلو نرخ ۱۱روپۍ اؤ ۸۸ پیسې غورځول شوی چې دې سره اوس پاکستان کې دنوي نرخ په اساس یو لیټر دخاورو تیل په ۳۵روپو اؤ ۵۶ پیسو پلورل کیږي.

لائټ ډیزل نهه روپۍ اؤ‌۳۷ پیسې په یو لیټر کې غورځول شوي اؤ نوی نرخ یې ۳۸ ۳۸روپۍ اؤ ۱۴پیسې ټاکل شوی خو هائي‌ اسپېډ ډیزل بیا پینځه پیسې خېژول شوي چې اوس یې نوی نرخ ۸۰ روپۍ اؤ ۱۵ پیسې دی.

تر دې وړاندې دپاکستان حکومت په ۲۹مه فرورۍ دتیلو نرخ کې دیو لیټر نرخ اووه روپۍ،مارچ کې یې بیا ۱۵ اؤ په مئ کې ۳۰ روپۍ راغورځولی ؤ.

دپاکستان په مرکزي پارلیمان کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې په نړیوال مارکیټ کې دخامو تیلو نرخونه غورځېدلي ځکه نو دپاکستان حکومت دې هم دیو لیټر پټرولو نرخ ۶۰ روپو ته راښکته کړي.

خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان پخپل یو تازه ټوئټ کې ویلي چې دجنوبي ایشیاء د نورو هیوادونو په پرتله اوس هم پاکستان کې دتیلو نرخونه ډیر ښکته دي.

هغه ویلي په هند کې دا نرخونه زمونږ څخه یو په دوه لوړ دي،بنګله دیش ،سریلنکا، نیپال اؤ نورو هیوادونو کې دتیلو نرخونه مونږ نه نیم په نیمه یا ۷۵فیصده لوړ دي.

نړۍ کې د کرونا وایرس د خورې شوې وبا له امله نړیوال مارکیټ کې دخامو تیلو نرخونه په ریکارډ کچه په ښکته تللي دي چې له دې امله پاکستان کې دتیلو اؤ ګیس واکمنې ادارې اوګرا په وړومبۍ مئ خکومت ته د تیلو نرخونو کې د۴۴ روپو پورې دکمښت راوستلو سپارښتنه کړې و