شاته

رپورټ: د امریکې په احتجاجونو کې د سخت دریځه ډلو او د خارجي کمپاین په اړه پلتنې کولی شي

امریکايي مامورین تحقیقات کوي چې آیا سخت درېځې ډلې قصداً د یوافریقايي امریکنې د پولیس په ولکه کې د مرګ په سر شروع شوي احتجاجونو کې تشدد کوي او دا چې د امریکې خارجي مخالفین په سوشل میډیا د غلطو معلوماتو خپروولو کمپاین چلوي.

اېسوسي سي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په داسې حال کې چې د ۴۶ کلن جورج فلویډ د مرګ وروسته مظاهرې د مېنیاپلس ښار نه نیویارک او په واشنګتن کې وایټ هاوس ته رسېدلي دي د وفاقي حکومت قانون عملي کوونکي چارواکي وايي په احتجاجونو کې د تشدد راپارېدو په شا د ګس (چپ) لاس سخت دریځه ګوندونو لاس دی.

خو ای پي وايي هغه ماهرین چې په سخت دریځه ډلو نظر ساتي وايي په تشدد کې د ښي لاس تندروه ډلې هم لاس لري. رپورټ وايي تحقیق کوونکي دې ته هم کتنه کوي چې ایا خارجي اېنجټان د انټرنېټ دلارې هم لاس وهنه کوي او که نا؟

چارواکيي وايي په تېره میاشت کې یې په سوشل میډیا داسې اکاونټونه لیدلي چې د ۲۰۰ نه کم فالورز یا ملګري لري چې د غلطو معلوماتو د خپروولو همم اهمه نخښه ګڼل کیږي.

دریو حکومتي مامورینو ای پي ته وویل د سوشل ميډیا د دغو اکاونټونو دلارې د مظاهرو تصویران او د پولیس مبینه تشدد او د کرونا وایرس په باره کې داسې مواد خپرول کېږي چې مقصد يې سیاسي کړکیچ راپارول وي.

اېسوسي سي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په داسې حال کې چې د ۴۶ کلن جورج فلویډ د مرګ وروسته مظاهرې د مېنیاپلس ښار نه نیویارک او په واشنګتن کې وایټ هاوس ته رسېدلي دي د وفاقي حکومت قانون عملي کوونکي چارواکي وايي په احتجاجونو کې د تشدد راپارېدو په شا د ګس (چپ) لاس سخت دریځه ګوندونو لاس دی
اېسوسي سي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په داسې حال کې چې د ۴۶ کلن جورج فلویډ د مرګ وروسته مظاهرې د مېنیاپلس ښار نه نیویارک او په واشنګتن کې وایټ هاوس ته رسېدلي دي د وفاقي حکومت قانون عملي کوونکي چارواکي وايي په احتجاجونو کې د تشدد راپارېدو په شا د ګس (چپ) لاس سخت دریځه ګوندونو لاس دی

ای پي وايي مامورين دا کوښښونه هم کوي چې هغه عوامل معلوم کړي په تېرو څو لسیزو کې په لومړي ځل د راپارېدلي شهري بې امنۍ په شا ګڼل کیږي. رپورټ وايي امریکایان د کرونا وایرس د اثراتو له امله د وړاندې نه قهرجن وو چې په نتیجه کې یې په مېلینونو خلک بې روزګاره شوي دي او د سپین پوستکو په مقابل کې یې افریقايي امریکنیان زیات متاثر کړي دي. ای پي وايي کرونا وایرس له امله په امریکا کې د پولیس دلاسه د افریقايي امریکنیانو د وژل کېدو موضوع په قامي کچه د بحث نه لېرې شوي وه. خو مامورین وايي نور خلک چې بیلا بېل نظریات او مقاصد لري په مظاهرو کې ککړ لیدل شوي، د نورو ریاستونو کسان په مظاهرو کې نیول شوي دي چې ښايي بهرني سخت دریځه ډلې هم په احتجاجونو کې لاس لري. د مېنېسوټا ریاست ګورنر ټېم والز ویلي د ریاست د قانون عملي کوونکو ادارو په کمپیوټرو حمله یا سایبر اټېک شوی دی.

صدر ډانلډ ټرمپ، مشر حکومتي وکیل یا اټارني جنرل ویلیم بار او نورو په ګس (چپ) لاس سخت دریځه ډلو يا اېنټیفا د تشدد الزام لګولی دی. اېنټیفا د هغو ډلو اجتماعي نوم دی چې د نوو نازیانو او د سخت دریځه سپین پوستکو مخالفت کوي. صدر ټرمپ وویل چې امریکا به انتېفا د یو ترهګر تنظیم په توګه وپېژني.

چارواکو وویل په مېنېسوټا کې د یو اېنټیفا فعال دا پېغام ولیدل چې د مېنېسوټا نېشنل ګارډز عسکر اسان هدفونه دي او د پلویانو حوصله افزايي یې کوله چې د دغو عسکرو سامان دې غلا کړی شي په ځواب کې د نېشنل ګارډز مسلح کړی شول.

د جورج واشنګټن یونېورسټۍ د تندورۍ د مطالعې څیړونکي جی جی مېکنېب وايي په مظاهرو کې یې د حکومت مخالف د ښي لاس سخت دریځه ډلو د پلویانو شواهد هم لیدلي دي چې ځانونه د مظاهره کوونکوي په طرف ګني او دغه مظاهرې د سول وار یا د خانه جنګۍ د شروع کېدو سبب ګڼي.

مېګن سکوایر يه ایلان یونیورسټۍ کې په انټرنېټ د تندورۍ څارنه کوي وايي د خالي، شنبې، په ورځ یې په نارت کېرولاینه ریاست کې د مظاهروې په څنډه د سخت دریځې ډلې پراوډ بوایز (مغرور هلکان) لږ تر لږه څلور غړي لیدلي وو
مېګن سکوایر يه ایلان یونیورسټۍ کې په انټرنېټ د تندورۍ څارنه کوي وايي د خالي، شنبې، په ورځ یې په نارت کېرولاینه ریاست کې د مظاهروې په څنډه د سخت دریځې ډلې پراوډ بوایز (مغرور هلکان) لږ تر لږه څلور غړي لیدلي وو

مېګن سکوایر يه ایلان یونیورسټۍ کې په انټرنېټ د تندورۍ څارنه کوي وايي د خالي، شنبې، په ورځ یې په نارت کېرولاینه ریاست کې د مظاهروې په څنډه د سخت دریځې ډلې پراوډ بوایز (مغرور هلکان) لږ تر لږه څلور غړي لیدلي وو.

د روډ ايلېنډ سېلو رګینه یونیورسټۍ د نړیوالو تعلقاتو د څانګې جېمز لووډز وايي په امریکا کې دننه نسلي اختلافات د امریکې خارجي مخالفینو ته بهترینه موقع په لاس ورکوي چې په امریکا کې تاوتریخوالی راپېدا کولو او د امریکې منفي اړخ د ښودلو کوښښ وکړي. هغه وویل د امریکې په ضد دغو کمپاینونو ته د نوو مسلو پیدا کوولو ضرورت نه وي بلکې دوې د موجوده مسلو نه د ګټه پورته کوولو کوښښ کوي.

ای پي وايي کال ۲۰۱۶ کې د مېنیاپلس په مضافاتو کې د یو بل افریقايي امریکني د وژل کېدو وروسته روسیانو په فېس بک جعلي پاڼه جوړه کړه چې دا ډول مظاهره کوونکو کې قهر راوپاروي.