شاته

امریکا برازیل ته هایډراکسي کلوروکین استولي

واشنګټن: سپینې ماڼۍ د اتوار یا یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د هایډراکسي کلورکین دوه میلیونه ډوزه برازیل ته واستول تر له دغه هېواد سره د کورونا پرضد جګړه کې مرسته وکړي.‌

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي، "هایډراکسي کلوروکین به د وقایې په توګه وکارول شي تر څو د وایرس په وړاندې د برازیل نرسان، ډاکټران او روغتیايي کارکونکي وژغورل شي."

اعلامیه زیاتوي، "له دې درملو څخه به په برازیل کې د هغو کسانو په درملنه کې هم کار واخېستل شي څوک چې په دې وایرس باندې اخته شوی وي."

هایډراکسي کلوروکین په پراخه توګه د ملاریا د درمل په توګه کارول کېږي.

ولسمشر ټرمپ د عامې روغتیا د سلاکارانو پر خلاف د کورونا وایرس په وړاندې ددغو درملو په کارولو باندې ټینګار کوي که څه هم هېڅ داسې شواهد نشته چې دغه درمل دې د وایرس په وړاندې اغیزناکه وي.

ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي و چې ده هم هایدراکسي کلوروکین اخیستي دي.‌

په بیان کې وړاندې راغلي دي، چې دواړو هېوادونو په ګډه د کورونا په اړه کلنیکي ازموینې پیل کړي دي په کومو کې به چې د وقايي‌ او درملنې په برخه کې د هایدراکسي کلوروکین خوندیتوب او اغیز وارزول شي.‌

دا مهال په امریکا او برازېل کې تر بل هر ځایه د کورونا زیاتې پېښې دي.

په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱.۸ میلیونو او په برازیل کې تر ۵۱۴۰۰۰ څخه زیات دی او په نړۍ کې اوس د کورونا د مرکز په توګه دي.

د امریکا روغتیايي چارواکي وايي،‌ په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو له امله اوس دوی اټکل کوي چې د کورونا وایرس پېښې به زیاتې شي.

د امریکا په میناپولېس کې د جیورج فلایډ په نامه یو تور پوستی امریکايي له دې امله مړ شو چې پر ځمکه پروت وو او لاسونه یې هم شاته تړل شوي وو خو یو پولیس یې پر غاړې ټینګه ګونډه ایښې وه.

ځینو لاریون کونکو ماسکونه تړلي وو او ځینو نه وو تړلي. له یو او بل نه د واټن ساتل خو نږدې نا ممکن وو.

په نورې نړۍ کې بیا خبرونه داسې دي چې د ارمېنیا په لومړي وزیر کې هم کورونا مثبت شوې.

نېکول پشینین د ارمېنیا راډیو ته ویلي، چې په ده او د ده په کورنۍ کې کورونا مثبت شوې خو ټول یې د ناروغۍ نښې نښانې نه لري.

په اسټرالیا کې د کورونا وایرس له امله په لګېدلي لاک ډاون کې نرموالی راغلی او په ریسټورانټونو، پارکونو او د سیل په نورو ځایونو کې د زیاتو خلکو راټولېدو ته اجازه ورکړل شوې.

ددغه هېواد تر ټولو ستر ایالت سوت وېلز کې د خلکو راټولېدل لسو ته محدود شوي وو اوس دغه شمېر ۵۰ ته لوړ شوی دی.

په ورته وخت کې موزیمونه، کتابتونونه او ژوبڼونه بېرته پرانېستل کېږي.

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي، دی هیله لري چې د محدودیتونو له نرمولو سره به اقتصاد بېرته ښه شي لکه د نړۍ په ګڼو نورو سیمو کې چې ورسره ښه شول.

خو مورېسن وايي، چې د حکومت لخوا به یو ځل بیا خلکو ته د پیسو استول اړین وي.

په ورته وخت کې د امریکا د اټلانټیک سمندري طوفانونو فصل د ګل یا دوشنې په ورځ پلېږي او اسوسېټېډ پرېس راپور ورکړی چې د جنوبي امریکا زیاتره هېوادونه داسې یو بشپړ پلان نه لري چې څه ډول به سرپناوې جوړوي کچېرې د کورونا پر وخت پرې طوفان راشي.

د امریکا اټکل کونکي وايي، دا ځل به په غیر عادي توګه ګڼ سمندري طوفانونه وي چې شپږ یې په امریکا راشي.‌