شاته

فتانه: تر قبر جوړېدو مخکې دې د ډاکټر نجیب د وژلو لامل معلوم شي

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله مېرمنې دوکتور فتانه نجیب الله د خپل خاوند د وژنې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

اغلې فتانې د مې۳۱(غبرګولې۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ډاکتر نجیب الله د مقبرې تر جوړېدو مخکې باید د هغه د وژنې لامل په ډاګه شي.

یاده اعلامیه چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د لور هیله نجیب پر ټوېټر خپر شوې په یوه برخه کې راغلي: "مخکې تر دې چې د هغه مزار او مقبره جوړه شي،ښه به داوی چې د دغه کار دمخه دهغه د وژنې او شهادت لامل او انګېزه د اړوند چینلونو او ادارو لخوا وڅېړل شي،د هغه د وژنې په اړه حقایق رابرسېره شي."

نوموړې زیاته کړې په داسې حال کې چې پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله د ملګرو ملتونو په دفتر کې سیاسي پناه اخیستې وه په وینا یې وژنه یې د توجیه وړ نه وه.

د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله له نن څخه ۲۴ کاله مخکې د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو وروسته په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه له خپل ورور سره یو ځاید د طالبانو لخوا ووژل شو.

په دغه اعلامیه کې نه دي ویل شوي د نوموړي قبر د چا لخوا رغول کیږي.

د ډاکتر نجیب الله کورنۍ پر داسې مهال د هغه د وژنې په اړه د څېړنو غوښتنې کوي چې تیره اونۍ د نوموړي له مقبرې څخه د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب لیدنې هم پراخ بحثونه راپورته کړل.

د ټولنیز رسنیو یو شمېر کارونکو د ډاکتر نجیب الله له مقبرې څخه د حمدالله محیب لیدنه ستایلې او ځینو نورو بیا له یاد کار سره مخالفت څرګند کړی دی.