شاته

نړیوال د یمن جګړه ځپلو ته مرستې غواړي 

په داسې حال کې چې یمن کې د کروناویروس پېښې ورځ‌ تر بلې زیاتیږي، ملګري ملتونه وايي چې په هغه هېواد کې یې خپل زیات پروګرامونه بند کړي.

ملګري ملتونه وايي چې تر ۷۵سلنې زیات پروګرامونه یې په یمن کې یا بیخي بند شوي دي او یا یې فعالیت کم شوی دی. د خوړو نړیوال او د ملګرو ملتونو روغتیايي سازمانونو په دغه هېواد خپلې مرستې تر نیمايي هم کمې کړي دي.

د دغه کار نور علتونه هم شته خو د ملګرو ملتونو مسولین وایي چې عمده علت یې د حوثي شیعه یاغیانو له لورې جوړ شوي خنډونه او محدودیتونه دي. دغه ډله په پلازمینه سنا او د یمن په ځینو نورو برخو کې کنترول لري.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د پروګرامونو تنظیمونکې لایز ګرانډي اسوشیتډپرس ته ویلي دي‌ چې په یمن کې د اړمنو کورنیو وضعیت خورا بد دی خو دوی مجبور دي‌ چې خپلې مرستې کمې او نیمې کړي.

یمن کې له ۲۰۱۴ راپدیخوا کورنۍ جګړه روانه او لسګونه زره خلک په کې وژل شوي
یمن کې له ۲۰۱۴ راپدیخوا کورنۍ جګړه روانه او لسګونه زره خلک په کې وژل شوي

لا معلومه نه ده چې د حوثي شیعه یاغیان به په مرستو باندې نظارت او ملګرو ملتونو ادارو ته د فعالیت اجازه ورکوي که نه.

د یمن لپاره د مرستو ټولولو غونډه

ملګري ملتونه سبا سه شنبه جون۲ (غبرګولي ۱۳) سبا یوه غونډه لري او په دغې غونډې کې به په یمن کې د خپلو حیاتي پروګرامونو لپاره ۲.۴۱ میلیارد ډالر مرسته وغواړي.

مېرمن ګرانډي وویل چې د حوثي شیعه یاغیان هلې ځلې کوي چې په کارونو کې یې شفافیت راشي او دا کار ښایي مرسته کوونکي وهڅوي چې مرستې وکړې.

په دغې غونډې کې به په لومړي ځل سعودي عربستان هم برخه اخلي. سعودي‌ عربستان د یمن د ولسمشر کلک پلوی دی او د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو په ضد د ایتلاف مشري کوي.

د حوثي په ډلې تور دی چې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د کروناویروس په چټکې خپریږي خو دوی یې د مخنیوي لپاره څه نشي کولی.

سعودي هڅه کوي داسې وښايي چې د یمن د جګړې برخه نه ده بلکې هلته د یو مشرو نظام پلوي کوي. په یمن کې د سعودي سفیر محمد الجابر ویلي دي‌ چې هېواد به یې سږکال ۵۰۰ میلیون (نیم میلیارد) ډالر مرسته کوي چې په یمن کې د ملګرو ملتونو پروګرامونه بیا پیل شي. په دغو مرستو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره بیل شوي ۲۵ میلیون ډالر هم شامل دي.

ملګري ملتونه یمن کې د ۲۰۲۰ بشري مرستو لپاره څه باندې درې میلیارد ډالر غواړي
ملګري ملتونه یمن کې د ۲۰۲۰ بشري مرستو لپاره څه باندې درې میلیارد ډالر غواړي

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۹ کې په یمن کې د بشري مرستو لپاره د ۴.۲ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه چې ۳.۶ میلیارد یې ټول کړل. دغه سازمان د ۲۰۲۰ لپاره ۳.۵ میلیارد ډالر غواړي چې تر دې دمه یې ۱۵سلنه ټولې شوې دي.

په یمن کې له ۲۰۱۴هغه وخت جګړه پیل شوه د ایران له ملاتړه برخمنو شیعه یاغیانو بغاوت وکړ، مرکز سنا یې ونیوه او ولسمشر یې تېښتې ته اړ کړ.

په ۲۰۱۵ کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي شیعه یاغیانو په ضد هوايي عملیات پیل کړل. تر دې دمه په دغې جګړې کې تر ۱۰۰زرو ډېر کسان وژل شوي او څلور میلیون نور خلک د خپلو کورونو، سیمو او ښارونو پرېښودلو ته مجبور کړل شوي دي.

په دغې جګړې کې د یمن د روغتیایي تاسیساتو په ګډون ډېر بنسټونه وران او ویجاړ شوي دي.