BBC
 شاته

کورونا وېروس؛ د بریتانیا ملکه له قرنطین راهیسې لومړی ځل ولیدل شوه

PA MEDIA د انځور حقوق PA Media
Image caption د ونډسر کلا چمن کې ملکه هره ورځ پر اس سورلۍ کوي

بریتانیا کې د کورونا وېروس وبا له امله له قرنطین پیلېدو را هیسې د دغه هېواد ملکه په لومړي ځل ښکاره شوه. نوموړې په یوه عکس کې د بالمورل په نوم پر یوه ۱۴ کلن اس سپره ده.

ویل کیږي چې 'وینډسر کلا' د ملکې له غوره استوګنځیو یو دی. هغه تردېره دلته د اس سورلۍ کوي.

ملکه په دې ځای کې له خپل ۹۸ کلن مېړه شهزاده فېلېپ او یو شمېرکارمنانو سره قرنطین ده.

د بریتانیا د ملکې وروستۍ عکس د مارچ په ۱۹م-چې له بکنګهم ماڼۍ کورته تله- اخېستل شوی و، په دې عکس کې یې ور سره له دوه یو سپی هم ښکاري چې له ګاډي بهر ګوري.

له پلان شوي تګ مخکې یې رسمي دندې تر سره کړې، خو خو نوموړې له لومړي وزیر او لیدونکو سره اوونیزه ناسته د ټلیفون له لارې وکړه.

د ملکي رنګین پړونی په سر دی لنډ جاکټ او تنګ پتلون یې اغوستی، لاسموغان یې په لاس او موزې یې په پښو دي.

د انځور حقوق PA Media
Image caption د برتانیا ملکې چې ټولنیز واټن غوره کړی د تېرو کلونو اپوټه دا ځل د ونډسر کاسل ته یوه اونۍ مخکې تللې ده،.

یوې رسنیزې ټولنې یا پي اې له لوري د اونۍ په پای کې د ملکې نوی عکس د سپرکارۍ پر مهال اخېستی، نوموړې د قرنطین پر مهال ولس ته دوه ځله وینا کړې ده.

دې په خپله لومړنۍ وینا کې وویل، برتانیا به د کورونا وېروس پر وړاندې په جګړه کې بریالۍ شي. نوموړې له خلکو هم مننه وکړه چې د حکومتي فرمانونو سره سم په خپلو کورونو کې پاتې دي.

دا وینا یې له هغه یوه اونۍ وروسته و، چې د نوموړې زوی شهزاده چارلس په کورونا وېروس اخته کېدو پسې له ځاني قرنطین وروسته بهر را ووت.

نوموړې د بریا ورځې د ۷۵مې کلیزې په ویاړ هم ملت ته دویمه وینا وکړه.

د انځور حقوق PA Media
Image caption مهمو شاهي غړو د نرسانو نړیوالې ورځې په مناسبت له طبي کارکوونکو سره د ویډیو له لارې خبرې وکړې.

د شاهي کورنۍ غړو د کورونا وېروس پر وړاندې مهمو کارکوونکو او په قرنطین کې خلکو ته خپل پیغامونه لېږلو سره د هغوی هڅې ستایلې او مننه یې ترې کوله.

د نرسانو د نړیوالې ورځې په ویاړ، د ډیوک ډچز اف کیمبرج په ګډون لوړ پوړي شاهي کسان له روغتیايي کارمنانو سره د ویډيو له لارې وغږېدل.

د دې وبا د خپرېدو له امله د ملکې د زوکړې د ورځې د لمانځلو په ګډون څو کلنۍ غونډې هم لغوه شوې او د هغې د زوکړې په ورځ د هري او میګن په ګډون د شاهي کورنۍ غړي خپلو کې سره د ټلیفون او ویډیوي له لارې وغږېدل.