د جاسوسۍ تور؛ هند له پاکستاني ډيپلوماټانو د وتلو غوښتنه وکړه
د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، نوي ډېلي کې یې د پاکستان دوه ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور د لنډ وخت لپاره نیولي دي او بیا یې ترې غوښتي چې ۲۴ ګړیو کې له دغه هېواد ووځي.
هندي چارواکي وایي، د دې ډيپلوماټانو هڅې له ډيپلوماټیکو اصولو سره برابرې نه وې.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې د هند دا ګام غندي او وايي، دا دوه ډيپلوماټان یې بې بنسټه او د درواغو تور سره د مۍ پر ۳۱ ونیول، خو نوي ډېلي کې د اسلام اباد د سفارت په لاسوهنه خوشي شول.
د هند حکومت نوي ډېلي کې د پاکستان د سفارت لوی کمېشنر ته د دې ډيپلوماټانو د ادعايي هڅو په هکله احتجاجي یادښت هم سپارلی دی.
په دغه یادښت کې د دې خبرې باوري کول غوښتل شوي چې د پاکستان ډيپلوماټان به هند ته د تاوان رسولو هڅه نه کوي.
* د پاکستان او هند پوځي وړتیا پرتلل
* چین ولې د پاکستان او هند ترمنځ جګړه نه غواړي؟
* اسلامي دولت نومې ډله په پاکستان او هند کې ځای مومي؟
له دې مخکې او پر ۲۰۱۶ کال هم د پاکستان او هند له خوا د جاسوسۍ په تور د یو بل ډيپلوماټان ناسم بلل شوي او د هېواد پرېښودو غوښتنه ترې شوې وه.
هغه وخت پاکستان کې د هند اته، خو هند کې د پاکستان شپږ ډيپلوماټان ناسم بلل شوي وو.
پاکستان د اوسني تور ردولو سره د هند دا ګام د رسنیو له لارې له هغو هڅو وروسته بولي چې د اسلام اباد خلاف پروپاګنډا برخه یې یادوي.
د پاکستان بیان کې زیاته شوې، اسلام اباد د هغو کارمنانو نیول او ور سره زیاتی سخت غندي:
"نوي ډېلي کې د پاکستان سفارتي عمله د نړیوالو اصولو له مخې اوسېږي او د ډيپلوماټیکو اصولو له مخې کار کوي او د هند دا ګام د پاکستاني سفارت د کار محدودولو هڅه ده".
پر ۲۰۱۶ کال څه وشول؟
هندي چارواکو پر ۲۰۱۶ کال هم نوي ډېلي کې د پاکستان پر ډيپلوماټانو له پټو ادارو سره د کار تور ولګاوه، چې ور سره پاکستان خپل شپږ کارمنان او د سفارت غړي هېواد ته وبلل.
په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم اسلام اباد کې د هند سفارت د اتو ډيپلوماټانو له نوم یادولو سره دا کسان هندۍ څارګرې ادارې ته په کار تورن کړل چې ور سره نوي ډېلي هم دا کسان ور وبلل.
هندي ډيپلوماټانو کې د سوداګرۍ کونسلر یا تجارتي اتشه راجیش کومار اګني هوتري هم و.