شاته

په امریکا کې د نژادي تبعیض په ضد د مظاهرو لنډ تاریخ

د تېرې چهارشنبې په ورځ یو سپین پوستي پولیس افسر د مېنېسوټا په ایالت کې یو تور پوستی امریکایي توقیف کړ او په ستوني یې ورته شاوخوا اته دقیقې زنګون کېښود چې له کبله یې هغه ساه ورکړه.

دغه کار یو نژادي توپیر او تبعیض وګڼل شو او مېنېسوټا ایالت په ګډون د امریکا په ډېرو ایالتونو کې د دغې پېښې د غندلو لپاره له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې او لا هم روانې دي. ترې دمه ۱۴۰۰ کسان نیول شوي او ډېر تجارتي مرکزونه، هټۍ او د پولیسو ځینې مرکزونه هم لوټ شوي او سوځول شوي دي.

په امریکا کې دا په خپل ډول کې لومړۍ پېښه نه ده، تر دې مخکې هم دا ډول پېښې او پر ضد یې مظاهرې شوې دي. دلته د ۱۹۶۵ راپدېخوا دغو پېښو او مظاهرو ته یوه لنډه کتنه شوې ده.

لاس انجلس-۱۹۶۵

په ۱۹۹۵ کې د اګست په میاشت کې د لاس انجلس په ښار کې یو پولیس دوه تور پوستي وروڼه چې په موټر کې سپاره وو، ودرول او د هویت د اسنادو پوښتنه یې ترې وکړه. دا کار تعصب وګڼل شو او پر ضد یې لاریونونه پیل شول، تاوتریخوالی په کې وشو او لږ تر لږه ۳۴ تنه په کې ووژل شول. په دغو مظاهرو کې میلیونونه ډالر زیان هم واوښت.

نیوارک- ۱۹۶۷

د نیو جرسي ایالت د نیوارک په ښار کې دوو سپین پوستو پولیسو یو تور پوستی ټکسي موټروان د یوې عادي ترافیکي سرغړونې له کبله ودروه او وواهه. خلکو یې په ضد مظاهرې وکړې. دا مظاهرې چې د جولاۍ په ۱۲ پیل او په ۱۷ ختمې شوې، ۲۶ تنه په کې ووژل شول او ۱۵۰۰ نور ژوبل شول.

ډیټرویټ- ۱۹۶۷

د جولاۍ د ۲۳ او ۲۷ ترمنځ‌ د مېشیګن ایالت د ډیټرویټ په ښار کې د نژادي تبعیض په ضد مظاهرې وشوې چې ۴۳ تنه په کې ووژل شول او تر ۲۰۰۰ ډېر نور ژوبل شول. د دغو مظاهرو لمنه د ایلیونوې، شمالي کارولینا، ټینیسي او مرېلنډ ته هم ورسېدلې.

د کینګ ترور- ۱۹۶۸

د ټینیسي د میمفیس په ښار کې د مارتن لوترګینګ له ترور وروسته د امریکا په ۱۲۵ لویو او وړو ښارونو کې مظاهرې وشوې.

دا مظاهرې د اپریل په څلورمه پیل او په ۱۱ ختمې شوې چې ۴۶ تنه په کې ووژل شول او ۲۶۰۰ نور په کې ژوبل شول. د وخت ولسمشر لینډن بي جانسن ځانګړي ځواکونه واستول چې مظاهرې ارامې کړي.

میامي-۱۹۸۰

د فلوریډا ایالت د تمپا په ښار کې له هغه وروسته د تبعیض ضد مظاهرې پیل شوې چې د یو تورپوستي موټر سایکل سپاره په وژلو تورن څلور سپین پوستي پولیس افسران له توقیف څخه آزاد شول.

دوی دا تور پوستی د یوې عادي ترافيکي تېروتنې له کبله دومره وواهه چې مړ شو. د پولیس افسرانو له خوشې کېدو وروسته د مۍ په ۱۷ مظاهرې پیل شوې او په ۲۰ ختمې شوې چې ۱۸ تنه په کې ووژل شول او څه باندې ۳۰۰ نور ژوبل شول.

لاس انجلس- ۱۹۹۲

په لاس انجلس کې له هغه وروسته مظاهرې پیل شوې او ۵۹ تنه په کې ووژل شول چې څلور پولیس افسران له بند څخه ازاد شول. دغو پولیسو افسرانو د یو تور پوستي موټر سایکل لرونکي رودني کینګ د وهلو ویدو ثبت کړې وه.

د دغې پېښې د غندلو په ضد له تاوتریخوالي‌ ډکې مظاهرې د امریکا د اتلانتا، کالفورنیا، لاس ویګاس، نیویارک، سان فرانسیسکو او سن هوس ښارونو کې هم وشوې. دا مظاهرې د اپریل په ۳۰ پیل او دمۍ په لومړۍ ختمې شوې.

سینسیناټي-۲۰۰۱

د اوهایو د سینسیناټي په سیمه کې له هغه وروسته خلک لارو او کوڅو ته راووتل او مظاهرې یې وکړې چې یو سپین پوستي پولیس افسر یو۱۹ کلن تور پوستی په وهلو-وهلو مړ کړ.

په دغو مظاهرو کې ۷۰ تنه زخمیان شول. مظاهرې د اپریل په نهمه پیل شوې او ښاروال بیا د اپریل په ۱۶ په ښار کې ګرځبندیز ختم کړ. دا مظاهرې تر هغه وخت پورې په دغه ښار کې په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو خطرناکې وبلل شوې.

فېرګسن-۲۰۱۴

د میزوري ایالت د فیرګسن په ښار کې له هغه وروسته له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې پیل شوې چې یو پولیس افسر یو بې وسلې تور پوستی کمکی ځوان مایکل براون وواژه.

دا مظاهرې د اګست په ۹ پیل او په ۱۹ ختمې شوې. محکمې شاوخوا دوې میاشتې وروسته دغه پولیس ته برا‌ءت ورکړ او په دغه کار سره خلک بیا راوپارېدل.

بالټیمور-۲۰۱۵

د ۲۰۱۵ کا د اپریل په ۱۹ نېټه یو تور پوستی ۲۵ کلن له هغه وروسته مړ شو چې پولیسو ونیوه، ویې وواهه او سخت یې ژوبل کړ.

دی یوه اونۍ وروسته د ټپونو له کبله مړ شو او په دې کار سره په دغه ایالت کې چې اکثریت یې افریقايي-امریکایان دي مظاهرې پیل شوې. په ایالت کې بېړنی حالت اعلان شو او چارواکو له ځواکونو د حالت په کنترولولو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

شارلوټ-۲۰۱۶

د شمالي کارولینا د شارلوټ په ایالت کې د پولیسو په ډزو د ۴۳ کلن کس کیت لاماونټ سکاټ له وژلو وروسته مظاهرې پیل شوې.

پولیس وايي چې هغه یې د ماروانا -ناقانونه نشه يي توکي- د استعمال په وخت لیدلی و او کله چې یې موټر ته نژدې شول، د هغه په لاس کې وسله وه.

خو د هغه کورنۍ وايي‌چې هغه وسله نلرله. چارواکو ګرځبندیز اعلان کړ او امنیتي ځواکونه یې د مرستې لپاره وغوښتل.