شاته

په هند کې د کروناویروس د پېښو نوی ریکارډ

په هند کې د کروناویروس د خپرېدو د پیل راهېسې په لومړي ځل په یوه ورځ څه باندې۸۰۰۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

دا د کروناویروس د تلفاتو له پلوه په هند کې یوه مرګونې اونۍ بلل کیږي او په یوه ورځ د دومره کسانو اخته کېدل هم په هند کې د خپل ډول یو ریکارډ دی.

په دغه هېواد کې د کروناویروس له کبله تر دې دمه مۍ۳۱ (غبرګولي۱۱) ۵۱۶۴ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۸۲۰۰ نور پرې اخته دي.

دا تازه پېښې د پلازمېنې ډیلي په ګډون په شپږو ایالتونو کې ثبت شوي دي.

شپیته سلنه (۶۰٪) تلفات او په کرونا اخته کسان په دوو ایالتونو مهاراشترا او ګجرات کې دي. مهاراشترا د هند تجارتي مرکز بلل کیږي او ګجرات د صدراعظم نریندرا مودي ایالت دی.

د روغتیا د برخې کارپوهان په حکومت انتقاد کوي چې د دغه وبا په کنترولولو کې پاتې راغلی دی.

د مۍ په ۲۵ د هند د عامې روغتیا ټولنې، د ناروغیو د مخنیوي او اجتماعي درملو ټولنې او د ساري‌ ناروغیو ټولنې په ګډه د هند حکومت ته یوه اعلامیه واستوله.

په اعلامیې کې ویل شوي وو په داسې حال کې چې هند کې د خلکو په منځ کې د ویروس د خپرېدو اصلي سرچینه او ځای معلوم نه دي، د دغه ویروس ختمول رښیتنی نه دي.

د هند حکومت دا خبر نه مني، خو د روغتیا د برخې چارواکي وايي د قرنطین سره سره بیا هم د کرونا ویروس په هند کې چټک خپریږي.

د هند حکومت تېره ورځ د ځینو محدودیتونو د لېرې کولو اعلان وکړ چې له مخې به یې ځینې اقتصادي بندیزونه لېرې کیږي او ځينې کاروبارونه به بیا پرانیستل کیږي.

صدراعظم مودي د یکشنبې په ورځ په خپلې اونیزې راډیویي وینا کې وویل چې د ډېرو نورو هېوادونو په پرتله هند ښه دی او کروناویروس په کې کم ورانی کړی دی.

خو ډاکټران اندېښنه لري او وايي چې د کروناویروس که د هند ډېرو کلیو او بانډو ته لاره وکړه، حالت به لا کړکیچن کړي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې په چین کې خپور شو او د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه یې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې یې نژدې ۳۷۰زره انسانان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیون نور پرې اخته دي.