BBC
 شاته

'شپه او ورځ د نجونو ښوونځي پر جوړولو بوخت یم'

وکیل شاه خان
Image caption وکیل شاه خان وايي: "ځمکه کې ځکه د ښوونځي لپاره ورکړه، چې زه نالوستی یم او هیله مې وه، چې د ښوونځي لپاره زه ځمکه ورکړم."

د افغانستان سوېل ختیځ خوست کې یوه نالوستي سړي په خپله سیمه کې د نجونو د ښوونځي لپاره دوه جریبه کرنیزه ځمکه وړیا ورکړې ده.

وکیل شاه خان وايي د خپلې سیمې د نجونو د ښه راتلونکې لپاره یې خپله ځمکه د ښوونځي د جوړیدو په موخه وربخښلې ده.

له دې وړاندې د وکیل شاه د کلي سره نژدې د نجونو ښوونځی نه و او د کلي نجونې به یې د زدکړو لپاره د ولسوالۍ مرکز ته تللې.

وکیل شاه خان وايي: "ځمکه کې ځکه د ښوونځي لپاره ورکړه، چې زه نالوستی یم او هیله مې وه، چې د ښوونځي لپاره زه ځمکه ورکړم."

۶۰ کلن وکیل شاه خان چې په خپله نالوستی دی، خو د نورو د ژوند د رڼا کولو کلک هوډ لري، وايي، د کلي د نجونو ښوونځی لږ څه لیرې دی نو خپله ځمکه یې د نجونو د ښوونځي لپاره بېله کړه، چې نن سبا یې د ښوونځي وداني هم رسیدلې ده.

وکیل شاه خان د ښوونځي لپاره یوازې د ځمکې په ورکړې بسنه نه ده کړې، دی وايي، ټوله ورځ په خپلو لاسونو د ښوونځي ودانیزو چارو کې کار هم کوي او د شپې پرمهال هم ترې کور ته نه ځي:

"زه خپله ځکه مزدوري په کې کوم چې نور خلک هغسې زړه پسې نه خوري. په خپلو لاسونو، هر څه په کې کوم، د شپې هم نه ترې ځم. ځکه پیره یې هم کوم. کله کله کارګر وايي، دومره کار مه په کې کوه، ستړی کیږې، زه ورته وایم، ما پرېږدئ."

د دې سړي پر ځمکه دغه جوړیدونکی ښوونځی د ده د کور پر لمر پرېوته پلو د شنو غنمو د کروندو ترمنځ دی، چې اباده او پخه ځمکه یې ورته بېله کړې ده.

له بېلابېلو خلکو او ټولنو له خوا د وکیل شاه خان ساتینه شوې، ځکه خو دی په هسکه غاړه د ځمکې پر ورکړې خوشاله او د خپلې سیمې د نجونو د روښانه راتلونکې خوبونه ویني:

"نه څوک معاش راکوي او نه بل څه، خو چې کې اخته یم خوند ترې اخلم، کله کله مې کلیوال وايي، دا دې څه شروع کړي دي. زما هیله دا ده چې ښوونځي راته په ښه کیفیت جوړ شي او راتلونکې لپاره ترې تر ډیره ګټه واخلو."

دې ته ورته د خوست ګربزو ولسوالۍ کې شېرپاو نومي ځوان له خپلې کرنیزې ځمکې یوه برخه د نجونو د ښوونځي لپاره وقف کړې ده، ځايي د پوهنې مسولان وايي، روان کال نه، خو راتلونکې کال لپاره هلته هم د نجونو ښوونخی جوړوي.