BBC
 شاته

عامې روغتیا وزارت: د حکیم الکوزي درمل مه کاروئ؛ تائید شوي نه دي

الکوزی د انځور حقوق Hakim Alikozay
Image caption حکیم الکوری ادعا کوي چې درمل یې د کووېډ-۱۹ ناروغان رغولی شي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه دودیز درمل چې د حکیم الکوزي په نامه د کندهار د یوه اوسېدونکي لخوا جوړ شوي او د کورونا وېروس درملنې په نامه خلکو ته ورکول کېږي، د تائید وړ نه دي او خلک یې باید ونه کاروي.

د عامې روغتیا مرستیال وزیر وحید مجروح نن یکشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، وزارت دې برخه کې د نوښتونو ملاتړ کوي خو هر محصول باید د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له تائید وروسته وکارول شي.

حکیم الکوزی چې د کندهار اوسېدونکی دی ادعا کوي چې داسې (درمل) یې جوړ کړي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې لپاره مؤثر او د ده په وینا په څو ساعتونو کې ناروغ رغوي.

دغه کس چې اوس کابل ته تللی او هلته هم خلک پرې ور مات دي، ادعا کوي چې دا درمل یې د لسګونو لوړ پوړو چارواکو په ګډون زرګونو کسانو ته ورکړي دي.

ښاغلی الکوزی دغه راز ادعا کوي چې د ده په لاس جوړ شوي درمل هېڅ جانبي عوارض نه لري او له طبیعي بوټو یې جوړ کړي دي.

حکیم الکوزی د خپلو (درملو) د ترکیب او فورمول په اړه څه نه وايي، خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال د هغه محصول ته په اشارې سره له خلکو وغوښتل چې پرېنږدي چې د (تریاکو د شېرې) او یا د هر بل محصول له امله وغولول شي او د ده په وینا یو بل مصیب ته لاره هواره شي.

وحید مجروح ټینګار وکړ چې د عامې روغتیا وزارت له تائید پرته به هېڅ کس او هېڅ بنسټ د فعالیت اجازه ورنکړي.

د انځور حقوق GMIC
Image caption د عامې روغتیا وزارت مرستیال وایي، د حکیم الکوزي درمل تائید شوي نه دي

ښاغلي مجروح له خلکو او له حکیم الکوزي غوښتنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت ته دا فرصت ورکړي چې د نوموړي له خوا جوړ شوی محصول وارزوي.

پرون د شنبې پر ورځ د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی هغه (کلینک) ته واستاوه چې ښاغلی الکوزی پکې فعالیت کوي.

دې پلاوي پریکړه وکړه چې دا کلینک یا مرکز د فعالیت رسمي جواز نه لري او باید وتړل شي.

پلاوي دغه راز ویلي وو چې حکیم الکوزي د یوناني طب هېڅ رسمي سند نه لري او په دې (کلینک) کې هېڅ مسلکي کارکوونکی نشته.

د دې مرکز له تړل کېدو وروسته نن یکشنبه لسګونه کسان د دې کلینک مخې ته راټول شول او غوښتنه یې کوله چې حکیم الکوزي ته باید اجازه ورکړل شي چې خلکو ته خپل درمل ورکړي.

بله خوا حکیم الکوزي پر هغه فېسبوک پاڼه چې ده ته منسوبه ده، ادعا کړې چې نن یکشنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم پر دې موضوع غږېدلی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینو بي بي سي ته وویل چې دا خبره ناسمه ده او ولسمشر غني له حکیم الکوزي سره هېڅ ډول اړیکه نه ده ټینګه کړې.

د انځور حقوق Hamdard
Image caption حکیم الکوزی له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره

پر خواله رسنیو ځینو نورو عکسونو کې حکیم الکوزی د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدل کېږي، خو مالومه نه ده چې دا عکس د کوم وخت دی او پر کومه موضوع خبرې شوې دي.

پر خواله رسنیو د حکیم الکوزي له خوا د جوړو شویو درملو په اړه تود بحث روان دی او له عامې روغتیا وزارته غوښتل کیږي چې دې برخه کې ژر لاس په کار شي.

دغه راز ګڼ شمېر کسانو پر خواله رسنیو د هغو ناروغانو په اړه ویلي او یا یې د هغوی ویناوې خپرې کړي چې ادعا کوي د حکیم الکوزي د (درملو) په کارولو رغېدلي دي.

تر اوسه هیڅ کورني او بهرني بنسټ له علمي پلوه د دې محصول کره والی نه دی تائید کړی.