شاته

کابل کې د خورشید تلویزیون پر کار کوونکو برید ته غبرګونونه

په کابل کې د خورشید خصوصي تلوېزیون د خبریالانو پر موټر پرونۍ چاودنه په پراخه کچه غندل شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون شنبه د مې ۳۰(غبرګولې۱۰) څه باندې څلور بجې د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند (ګل سرخ او چهار راهي ترافیک) ترمنځ سیمه کې د خورشید خصوصي تلويزیون د عملې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دغه چاودنه کې د خورشید تلویزیون دوه کار کوونکي وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.

د خورشید تلویزیون د خبري څانګې مدیر جاوید فرهاد فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې چاودنې پرمهال د دغه تلویزیون ۱۵ کار کوونکي په موټر کې و.

په دغه برید کې پنځه تنه نور هم ټپیان شوي چې د دوو تنو وضعیت خراب ښودل شوی دی.

دغه چاودنه په کابل کې د امریکا سفارت، د بخښنې نړیوال سازمان او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو لخوا په پراخه کچه غندل شوې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت د یاد برید په غندلو سره پر رسنیو برید د افغانستان پر پرمختګ برید بللی دی:"پر رسنیو برید د بیان پر ازادي او افغانستان پر پرمختګ برید دی، د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده و،موږ د خپلواکو رسنیو تر څنګ یو، او په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره سخت کار کوو."

د بخښنې نړیوال سازمان هم د خورشید تلویزیون پر کار کوونکو برید یو وحشتناک جنایت بللی دی.

دغه سازمان هم پر خپل ټوېټر لیکلي:"د خورشید تلویزیون پر کار کوونکو برید یو وحشتناک جنایت دی، دا د هغو ګواښونو بیانونکی دی چې د افغانستان ژورنالستان د کار د جریان پر مهال ورسره مخ دي، افغان حکومت باید د خبریالانو امنیت او د عدالت ته دعاملینو په وړاندې کولو کې جدي هڅې وکړي، پر خبریالانو د بریدکونکو معافیت باید پای ته ورسوي."

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې دا برید په کلکه غندلی دی او له افغان امنیتي ځواکونو یې غوښتي چې د پېښې عاملین پیدا کړي.

دغې ټولنې په خپل ټویټر کې ویلي دي چې په دغه پېښه کې دوه خبریالان وژل شوي دي.

د افغانستان حکومت هم دغه برید غندلی او ویلي دي چې په دې اړه جدي څېړنې کوي.

پر همدې مهال د خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټ «نی» هم ویلي چې په دغه چاودنه کې د میر واحد شاه امیري په نوم د خورشید تلویزیون یو خبریال او د شفیق الله په نوم د تخنیک د برخې یو کار کوونکی وژل شوي او یو د خپرونې پر مخ وړونکی او درې د تخنیک دبرخې کار کوونکي ټپیان شوي دي.

نی هم دغه برید غندلی او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې د برید د عاملینو په پیدا کولو کې هڅې وکړي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم دغه برید غندلی او د بیان پر ازادۍ برید یې په ښکاره ډول له بشري حقونو څخه سرغړونه او جنګي جنایت بللی دی.

تر دامهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. طالبانو هم ویلي چې په دغه برید کې لاس نه لري.

د یادونې وړ ده چې تیر کال هم د یاد تلویزیون د عملې پر موټر چاودنه کې دوه تنه ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.