شاته

افغان حکومت ۷۱۰ طالب بندیان ازاد کړل ـ فیصل

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت پرون او وړمه ورځ سلګونه نور طالب بندیان هم د هیواد د یو شمېر زندانونو څخه ازاد کړل.

د دغه شورا ویاند جاوید فیصل نن یکشنبه مې ۳۱(غبرګولې ۱۱) امریکا غږ ته وویل یاد طالب بندیان چې شمېر یې ۷۱۰ تنو ته رسېږي، د څرخي پله ، د پروان مرکزي توقیف خانې او یو شمېر نورو زندانونو څخه ازاد شوي دي.

ولسمشر غني د کوچني اختر په مناسب پیغام کې وویل چې د طالب بندیانو د ازادولو لړۍ به ګړندۍ شي او تر هغه وروسته یې د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د ازادو امر وکړ.

د ملي امنیت امنیت شورا ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل چې د ولسمشر غني تر فرمان وروسته د تیرې اونۍ راپدېخوا بیا تر دا مهاله افغان حکومت ۱۷۱۰ تنه طالب بندیان ازاد کړي دي.

ښاغلي فیصل وویل چې د طالب بندیانو د ازادولو لړۍ نن یکشنبه هم روانه ده:"نن هم دا لړۍ دوام پیدا کوي، تر څو هغه دوه زره تنه چې ولسمشر غني یې په اختر کې د ازادولو اعلان وکړ د هغو لړۍ تکمله شي."

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت تر دې مخکې هم ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان له بېلابېلو زندانونو څخه ازاد کړي و.

ښاغلي فیصل همدارنګه زیاته کړه چې د بندیانو د خلاصولو په اړه په کابل کې د افغان حکومت او طالبانو د تخنیکي ټېمونو کارونه هم جریان لري.

طالبانو هم د بندیانو خلاصولو په اړه تیره اونۍ کابل ته د خپل یو تخنیکي پلاوي د رسېدو خبر ورکړ

بلخوا وسله والو طالبانو هم تیره ورځ په لوګر، خوست، پکتیا، بلخ، پکتیکا او کندز کې د افغان حکومت د ۷۳ بندیانو د ازادولو خبر ورکړ.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شهین ویلي چې په دې سره د طالبانو لخوا د ټولو ازد شوو بندیانو شمېر۴۲۰ تنو ته ورسېد.

د دوحې د تړون په اساس د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او د طالبانو ډله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۱۰۰۰ تنه منسوبین له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي.