BBC
 شاته

د تمباکو نړیواله ورځ؛ د کورونا وبا کې د ځوانانو ژوند ګواښي

د انځور حقوق gettyimages
Image caption روغتیا پالان وايي د تمباکو او سګرېټو له کارولو تنفسي، د زړه او سرطان په څیر خطرناکې ناروغۍ پیدا کیږي.

ایا پوهیږئ چې په نړۍ کې هر کال ملیونونه خلک د تمباکو څښلو او کارولو له کبله خپل ژوند بایلي؟

د روغتیا نړیوالې ټولنې له تمباکو سره د مبارزې په نړیواله ورځ چې نن ده ویلي د کورونا نړیوالې وبا په وخت کې د تمباکو د استعمال زیانونه لا ډېر شوي چې تر ډېره د ځوان نسل ژوند ګواښي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي له تمباکو کار اخلي چې په کلني ډول بیا شل زره کسان د مرګ تر کومې رسوي.

خیال محمد خیالي لا تنکی ځوان وه چې د پلار د چېلم لوګي معتاد کړ، وايي په ښه بده يي نه پوهیده خو اوس يي له څلوېښتو کالونو راهیسې تمباکو او چرس د ژوند برخه ګرځیدلي.

د خبرو دوام دی ډېرو پرلپسې نشو او سګرېټو تر روغتونه رسولای، او پر ګڼو زیانونو يي هم پوه دی خو وايې ده ورسره عادت کړی.

روغتیا پالان وايي د تمباکو او سګرېټو له کارولو تنفسي، د زړه او سرطان په څیر خطرناکې ناروغۍ پیدا کیږي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې تمباکو ته د نه ویلو په نړیواله ورځ چې د می ۳۱ نیټه ده ویلي چې د تمباکو له کارونې هر کال اته ملیونه وګړي ژوند بایلي، په افغانستان کې بیا دا شمېرې د کال له شلو زرو اوړي، د عامې روغتیا وزارت د نالیږدیدونکو ناروغیو د څانګې مشر سید حبیب اروال وايي د دوی په لاس شمېرې ښيي چې د افغانستان له ټول نفوس تر دېرش سلنې خلک تمباکو کاروي.

د انځور حقوق gettyimages
Image caption د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي له تمباکو کار اخلي

په افغانستان کې د سګرېټو نرخ د ډېرو هېوادونو پرتله ارزانه او هر چېرې د موندلو وړ دي د سګرېټو څکولو تر څنګ چې ډېر يي له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته واردیږي په دې هېواد کې نصوار او چیلم هم ډېر عام دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې تمباکو ته د نه ویلو پر نړیوالې ورځې پیغام ورکړی چې د تنباکو استعمال د کورونا ویروس ګواښ لا زیاتوي دې ټولنې پر ځوانانو غږ کړی چې له تمباکو څخه د خلاصې نړۍ لپاره سره یو ځای او مبارزه وکړي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د تمباکو توولیدونکو ته هم په یوه پیغام کې ویلي دا چې ستاسې له تولیداتو هر کال اته میلیونه وګړي مري لرې نده چې تاسې نوی نسل هم قرباني کړی.