شاته

په کابل کې د خبریالانو په موټر چاودنه شوې او دوه تنه وژل شوي

په کابل کې د خورشید په نامه د یو خصوصي تلویزون د کارکوونکو په موټر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې ده.

راپورونه وايي‌ چې په دغې چاودنې کې د خورشید تلویزون یو خبریال او یو تخنیکي کارکوونکی وژل شوي دي‌ او پنځه نور کارکوونکي یې ژوبل دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ مۍ۳۰ (غبرګولي۱۰) د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې شوې ده. دا خبریالان په موټر کې ناست وو او کورونو ته په لار وو چې چاودنه پرې شوې ده.

ویل کیږي چې د دوو زخمیانو حالت ښه نه دی. ځینې راپورونه وايي چې دا یو چسپکي ماین چې د خبریالانو په موټر پسې نښلول شوی و.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې دا برید په کلکه غندلی دی او له افغان امنیتي ځواکونو یې غوښتي چې د پېښې عاملین پیدا کړي.

دغې ټولنې په خپل ټویټر کې ویلي دي چې په دغه پېښه کې دوه خبریالان وژل شوي دي.

د امریکا سفارت هم دا برید په کلکه غندلی دی. په کابل کې د امریکا سفارت په خپل کې ټویټر کې لیکلي دي چې دا برید د افغانستان په پرمختګ او مطبوعاتو برید دی.

تر دې دمه د دغې پېښې مسولیت چا نه دی اخیستی او طالبانو هم ویلي دي چې دا د هغوی کار نه دی.

څو کاله مخکې په کابل کې د موبي ګروپ، چې طلوع او لمر تلویزون یې یوه برخه ده، د کارکوونکو‌ په موټر دطالبانو په ځانمرګي برید کې د دغه ګروپ اوه خبریالان او کارکوونکي ووژل شول.

تر دغې پېښې وروسته په کابل کې په یو بل ځانمرګي برید کې چې د داعش ډلې یې مسولیت واخیست، هم یو شمېر خبریالان ووژل شول او ژوبل شول، په وژل شویو خبریالانو کې د آزادۍ راډیو کارکوونکي هم شامل وو.

سره له دې چې افغانستان په سیمه کې د بیان او مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه نسبي ښه ځای لري، خو دا هېواد لا هم د خبریالانو لپاره مرګونی بلل کیږي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ ټولنې وایي خبریالان په افغانستان کې د طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو د ګواښونو او تهدیدونو تر څنګ، کله ناکله د یو شمېر افغان چارواکو او نورو زورواکو له لوري هم له ستونزو سره مخامخ کیږي.

د راپورونو په اساس په ۲۰۱۹ کې له سوریې او مکسیکو وروسته، افغانستان د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد پیژندل شوی. په ۲۰۱۹ کې په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لس خبریالان او د مطبوعاتو کارکوونکي وژل شوي‌ وو.