شاته

د کروناویروس واکسین؛ افغان حکومت د الکوزي کلینک وتړه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یوناني طبیب حکیم الکوزي کلینک وتړه.

ښاغلي الکوزي ادعا کړې وه چې د کرناویروس ضد درمل یې جوړ کړي او ګواکې د دغو درملو په مرسته ګڼ افغانان چې د هغه په خبره د کرونا په ویروس اخته وو، رغیدلي او جوړ شوي دي.

ښاغلی الکوزی ادعا کوي چې ۲۵ کاله کیږي یوناني طبیب دی او تازه یې کروناویروس واکسین او د دغه ویروس ضد درمل جوړ کړي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د الکوزي دغه کلینک له حکومت سره ثبت او راجستر نه و او په کلینک کې یې هېڅ ‌‌‌‌‌‌مسلکي‌ ډاکټر او نرس هم کار نکوي.

د عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې ښاغلي الکوزي د کروناویروس ضد درملو په نامه چې کوم درمل او واکسین جوړ کړي، د طب هېڅ لارښوونه او مسلک په کې پام کې نه دی نیول شوی.

په دې اړه د عامې روغتیا د وزارت یو ګډ پلاوي له ښاغلي الکوزي سره هم لیدلي دي. دغه پلاوی وايي‌ چې حکیم الکوزی د درمل جوړولو هېڅ جواز نلري.

وايي د هغه دجوړو شویو درملو بېلګې یې اخیستې چې تشخیص یې کړي او نتیجه به یې هم ژر خپره کړي.

د روغتیا وزارت وايي په کروناویروس اخته ګڼ کسان د ښاغلي الکوزي کینک ته ورمات وو او د دې لپاره چې دا ویروس نورو ته خپور نشي، د هغه کلینک یې وتړه.

د ښاغلي الکوزي د دغو درملو په اړه له څو ورځو راهېسې په افغانستان کې‌ په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه پارېدلي دي.

یو شمېر کسانو ادعا کوله چې په کرونا اخته وو او د حکیم الکوزي د درملو له خوړلو وروسته رک روغ شوي دي. ځینې داسې کسان هم وو چې ویل یې دا درمل یې خوړلي خو اغیز یې پرې نه دی کړی.

د عامې روغتیا وزارت د ښاغلي الکوزي د دغو درملو د ترکیب په اړه معلومات نه دي‌ ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کروناویروس له کبله تر دې دمه ۲۴۹ کسان مړه شوي‌ او څه باندې ۱۴۵۰۰ نور پرې اخته دي.

د امریکا په ګډون د نړۍ ډېر هېوادونه هلې ځلې کوي چې د کروناویروس واکسین تولید کړي، خو لا بریالي شوي‌ نه دي.

په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر نژدې شپږ میلیونو ته رسېدلی او څه باندې ۱۶۵زره نور ددغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا ویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبرپه میاشت کې په چین کې خپور شو.