BBC
 شاته

کورونا وېروس: افغانستان کې د بلې هرې ورځې پرتله ډېرې پېښې ثبت شوې

د انځور حقوق Reuters

په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۸۶۶ ته ورسېد. دا د کورونا وېروس د خپرېدو له پیله په ۲۴ ساعتونو کې د ثبت شویو ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په دې کې کابل کې ۴۱۱ پېښې ثبت شوې، چې له نورو ولایتونو یې شمېره ډېره لوړه ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس په ټول هېواد کې په دغه وېروس د اخته شویو کسانوشمېر ۱۴۵۲۵ ته ورسېد.

په افغانستان کې د کورونا ناروغۍ د زیاتېدو پرمهال داسې راپورونه ورکړل شوي چې ارګ د عامې روغتیا وزیر فیرزو الدین له دندې لېرې کړیدی.

که څه هم چارواکو د دې خبرې تایید نه دی کړی، خو خپله ښاغلي فیروز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و په دې ترینګلي حالاتو کې د عامې روغتیا وزارت د سمبالښت لپاره د ارګ له خوا د نوې څېرې د معرفي کولو هرکلی کوي، خو نوموړي وزیر ساعت ورسته خپل دغه ټویټ لېرې کړ.

بل لور ته د افغانستان د عامې روغتیا مرستیال وزیر وحید مجروح وايي، که خلک روغتيايي سپارښتنې جدي و نه نیسي انساني ناورین په مخ کې لرو:

د انځور حقوق EPA

"د خلکو په همکارۍ کولی شو کورونا ته ماته ورکړو، له دوی هیله لرو چې ټولې اړینې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي څو په کویډ-۱۹ اخته نه شي."

د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې بیا د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له ۹۸ زره کسانو ډېر دی او ۱۴۴۱ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

کورونا وېروس: پاکستان نورو هېوادونو ته الوتنې پیلوي

له کورونا وبا سره موږکان ولې خطرناک شوي؟

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ۴۷۳ نویو ناروغانو له نومونو ثبت کېدو وروسته په ټوله صوبه کې د ناروغانو شمېر ۹۵۴۰ تنو ته رسېدلی او د اته نورو کسانو له مړه کېدو وروسته د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله خیبر پښتونخوا کې د مړو کسانو شمېر ۴۵۳ تنو ته رسېدلی دی.۲۸۰۹ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي دي.

د پاکستان سند صوبه د ناروغانو او مړینې له کبله تر نورو ډېره اغېزمنه ده.

د انځور حقوق Getty Images

په انګلستان کې بیا د عامې روغتیا ادارې این ایچ ایس مسوولینو په وینا د کورونا وېروس له کبله د ۱۴۶ نورو ناروغانو له مړه کېدو وروسته د ټولو مړو کسانو شمېر ۲۶۵۲۹ تنو ته رسېدلی.

اروپايي ټولنې د امریکا له ولسمشر ټرمپ نه غوښتي چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره د اړیکو پرېکولو پر موضوع له سره غور وکړي. د ټولنې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''په نړیواله کچه همکاري او یو موټیوالی د دغې مبارزې د ګټلو ګټوره او عملي لار ده. ''

دغه ټولنه وايي، دوی د روغتیا نړیوال سازمان ته له مخکې اضافي پېسې ورکړې دي.

برتانوي چارواکي وايي، دوی داسې هېڅ اراده نه لري چې له ډبلیو ایچ او سره د امریکا له پرېکونه وروسته خپلې مالي مرستې بېرته وغواړي.

د برتانیا عامې روغتیا یا این ایچ ایس یو ویاند وايي، له کورونا وېروس سره مبارزه یوه نړیواله ننګونه ده او ''د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالې روغتیا برخه مهم رول لوبوي. موږ د خپلو پیسو بېرته غوښتلو هیڅ پلان نه لرو. ''

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د خپل هېواد اړیکو پرې کولو اعلان وکړ.

دی وايي پر دې ادارې "د چین بشپړ نفوذ" دی. امریکا د روغتیا نړیوال سازمان لویه مالي ملاتړې وه، خو اوس وايي خپله مالي مرسته به د روغتیا برخه کې نورو نړیوالو فعالو سازمانونو ته ورکړي.

ښاغلي ټرمپ دا پرېکړه د تېرې جمعې په ورځ (مې ۲۹مه/غبرګولي ۹مه) د هانګ کانګ له تجارتي او مسافرتي امتیازاتو لغوه کولو سره هم‌مهاله اعلان کړه.