شاته

کروناویروس؛ پاکستان نړیوالو پروازونو ته اجازه ورکړه

د پاکستان حکومت په یو تازه اقدام کې ټولو نړیوالو هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړې ده چې پاکستان ته بیا خپل پروازونه پیل کړي.

د پاکستان د هوايي چلند ادارې د شنبې په ورځ مۍ۳۰ (غبرګولي۱۹) اعلان وکړ چې له دې نیټې وروسته به خصوصي او غیر خصوصي الوتکو ته اجازه وي چې پاکستان ته پروازونه وکړي.

د پاکستان د هوايي چلند د څانګې مشر عبدالستار کهوکهر ویلي دي چې د بلوچستان د ګوادر او تربیت هوايي ډګرونو څخه پرته به د پاکستان ټولو هوايي ډګرونو ته پروازونه کیږي. هغه ونه ویل چې ولې اوس دا دوه هوايي ډګرونو کې د پروازونو اجازه نشته.

پاکستان د مارچ په میاشت کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول پروازونه بند کړل. د قرنطین پر مهال په پاکستان کې دننه ځینې پروازونه وو او پي آی اي شرکت په بهر کې د یو شمېر ایسارو پاکستانیانو د انتقال لپاره ځانګړي پروازونه کول.

پاکستاني چارواکي وايي چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې په هوايي ډګرونو او الوتکو کې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي پاکستان داسې مهال هوايي پروازونو ته بېرته اجازه ورکړې چې په دغه هېواد کې د کروناویروس پېښې ورځ په ورځ د زیاتیدو په حال کې دي.

په تېرو ۲۴ساعتونو کې په پاکستان کې تر ۲۴۰۰زیات کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

دا مهال په پاکستان کې د کرونا له کبله نژدې ۱۴۰۰ کسان مړه شوي‌او شاوخوا ۶۶۵۰۰ نور په دغه ویروس اخته شوي دي.