BBC
 شاته

عبدالله: د اختر اوربند د سولې خبرو لپاره ښه پیلامه ده

عبدالله عبدالله د انځور حقوق ABDULLAH FACEBOOK
Image caption عبدالله عبدالله وايي، سولې ته د مذاکره کوونکي پلاوي لپاره ښه ټیم ګمارل شوی دی.

د افغانستان ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د تېر کوچني اختر درې ورځنی اوربند د تاوتریخوالي د کمښت یا اورکم ورځې د سولې خبرو لپاره ښه پیلامه او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هوارولی شي.

د پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، په راتلونکي اونۍ کې یې د دې شورا د عمومي او رهبري کمېټې نوملړ ورستی کېږي.

دا د ملي مصالحې (پخلاینې) د عالي شورا د مشر په توګه، د ښاغلي عبدالله لومړنی کنفرانس دی چې د رهبرۍ شورا غړیتوب کې به ښځو او ځوانانو ته هم برخه ورکړل شي.

نوموړي وویل، د حکومت مذاکراتي ډله کې به - چې څو اونۍ مخکې اعلان شوی- هېڅ بدلون نه راځي.

ده وویل، تر اوسه له طالبانو او نورو اړخونو سره د بین الافغاني مذکراتو د پیل نېټه نه ده ټاکل شوې.

نوموړي د شنبې په ورځ (غبرګولی۱۰/ مې ۳۰) کابل کې خبریالانو ته وویل، د تېر کوچني اختر درې ورځنی اوربند د سولې خبرو لپاره ښه پیل دی.

دده په وینا، دا چې طالبانو د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړ او پر وړاندې یې افغان حکومت هم ورته کار وکړ، د دواړو د دې کار خلک او موږ هرکلی کوو:

"اوس دې دواړه غاړې له دې فرصته ګټه پورته کړي، چې بین الافغاني مذاکراتو ته لار اواره شي. په دې برخه کې د ښکېلو غاړو پاملرنه غواړم."

ښاغلی عبدالله د روانې مې میاشتې پر ۱۷مه، د ولسمشر محمد اشرف غني او د ده ترمنځ د سیاسي هوکړې له مخې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر وټاکل شو او د هغه سیاسي ملاتړو ته به په کابینه کې نیمايي برخه ورکول کېږي.

عبدالله عبدالله وايي، سولې ته د مذاکره کوونکي پلاوي لپاره ښه ټیم ګمارل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د جمعې په ورځ (مې ۲۹ مه) د طالبانو یو پلاوی چې په کابل کې دی او له افغان حکومت سره یې د بندیانو د خوشي کېدو پر سر خبرې بیا پیل کړي دي.

د انځور حقوق ABDULLAH FACEBOOK
Image caption د روانې مې پر ۱۷مه، عبدالله عبدالله له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سیاسي هوکړې له مخې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ټاکل شوی

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د دواړو لورو ترمنځ رغنده خبرې شوې چې له مخې به يي دواړه لوري د بندیانو خوشي کېدو ته دوام ورکړي.

طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بندیانو اړوند ډېر څه نه دي ویلي، خو افغان حکومت ویلي د طالبانو د لیست سره سم يي شاوخوا ۲ زره طالب بندیان خوشي کړي او دا لړۍ لا روانه ده.

طالبانو خپل پنځه کسیز پلاوی تېره ورځ کابل ته ولېږه، چې د افغان حکومت له پلاوی سره د بندیانو خوشي کېدو په تخنیکي لارو چارو خبرې وکړي.