BBC
 شاته

د امریکا ښارونو کې تاوتریخجن احتجاجونه

د انځور حقوق AFP
Image caption له ګرځبندیز سره هم په ځینو سیمو کې پراخ لاریونونه شوي

د امریکا متحدو ایالتونو په بېلا بېلو ښارونو کې د احتجاجیانو او پولیسو تر منځ اخ و ډب شوی. احتجاجیان د پولیسو له لاسه د یوې غیر مسلح اافریقايي الاصله امریکايي سړي وژنې پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي دي.

د مینیسوټا ګورنر یا والي وايي، د جارج فلوایډ نومي دغه سړي د وژل کېدو غمیزه (بالکل پر بل څه بدله شوې - په ناخوښه ویجاړي.) او ښتې.

په نیویارک، اټلانټا او ځینې نورو ښارونو کې تاوتریخولی لیدل شوی او سپینه ماڼۍ د یوه څه وخت لپاره له بهره تړل شوې وه.

د ماینیاپولیس سیمې یو پخوانی پولیس افسر په دغه قضیه کې پر قتل تورن شوی دی. تورن سړی سپین پوټکی دی چې ډیریک چایوون نومېږي او په یوه ویډیويي کلیپ کې داسې حال کې لیدل کېږي چې د ۴۶ کلن جارج فلوایډ په غاړه کې ګونډه وهلې ده.

دغه سړی له دریو نورو پولیس افسرانو سره له پېښې وروسته له دندې ګوښه شوي دي. ۴۴ کلن چایوون به پر دوشنبه لومړی ځل په د ماینیاپولیس کې محکمې ته وړاندې شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په ایټلانټا کې د سي این این دفتر ته نژدې احتجاجیانو د پولیسو موټر ته اور اچولی

د احتجاجونو لړ کې ماینیسوټا سیمه تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې چې په دوو ځنګلورو ښارونو ماینیاپولیس او سنټ پاول ښارونو کې یې د شبې له اتو د ګهیځ تر شپږو بجو پورې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی و، خو پر جمعه احتجاجیان د ګرځبندیز په بهیر کې هم لیدل کېدل.

په ځینو سیمو کې له ګاډو د اور لمبې پورته کېدې او اوروژونکو نه شو کولای سیمې ته ورسېږي.

په ټلویزیوني رپوټونو کې د مینیاپولیس سیمه کې د لوټمار صحنې هم لیدل کېږي.

۱۱ وژنې چې د امریکا پولیسو ظلمونو خلاف یې احتجاجونه راوپارول

د تورپوستي د وژلو له امله لاریونیان د امریکا بېلابېلو ښارونو کې له پولیسو سره کېوتل

والي ټیم والز حالت (خطرناک) بللی. بل لور ته د امریکا دفاع وزارت په مینیاپولیس سیمه کې د اړتیا پر مهال د ځای پر ځای کولو لپاره پوځ ته د تیارسئ امر کړی.

د جمعې پر ورځ د سپینې مانۍ مخې ته هم خلک د ښاغلي فلوایډ له تصویرونو او بنرونو سره یو ځای شوي وو، چې د لنډ وخت لپاره د څارګرو ادارو کارکوونکو د سپینې ماڼۍ دروازې وتړلې.

په ایټلانټا کې د خلکو او جایدادونو خوندي ساتلو لپاره بېړنیز حالت اعلان شوی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه پېښه (وحشتناک، وحشتناک څه) بللي دي او وايي، د ښاغلي فلوایډ له کورنۍ سره غږیدلی چې دی یې (فوق العاده خلک) بولي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption تورن کس ډیریک چایوون به پر دوشنبه محکمې ته وړاندې شي

د جورج فلوایډ له وژل کېدو سره په امریکا کې د پولیسو له لاسه د افریقايي الاصله امریکایانو وژنې او نابرابرۍ په تړاو یو ځل بیا د خلکو غوسه راپاریدلې او پخواني زخمونه تازه شوي دي.

دا د میکابل براون، ایریک ګارنر او ځینې نورو کسانو له وژنو وروسته تازه پېښه ده.

دغه ټول کسان په ۲۰۱۲ کال کې د جارج زیمرمین نومي سپین پوټکي څوکیدار له لاسه په ۲۰۱۲ کال کې د ټراییون مارټین نومي ځوان له وژنې وروسته د (بلک لایف میټرز) نومي تحریک بهیر کې وژل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images