BBC
 شاته

ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د امریکا همکاري ودروله

امریکا د روغتیا نړیوال سازمان تورن کړی چې د کورونا وېروس د وبا په اړه د شفافو معلوماتو خپرولو پرځای یې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اصلي مرکز چین د رضایت د خپل کار لومړیتوب ګرځولی. د انځور حقوق Reuters/Getty
Image caption امریکا د روغتیا نړیوال سازمان تورن کړی چې د کورونا وېروس د وبا په اړه د شفافو معلوماتو خپرولو پرځای یې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اصلي مرکز چین د رضایت د خپل کار لومړیتوب ګرځولی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د خپل هېواد اړیکې پرې کړې دي. دی وايي پر دې ادارې "د چین بشپړ نفوذ" دی. امریکا د روغتیا نړیوال سازمان لویه مالي ملاتړې وه، خو اوس وايي خپله مالي مرسته به د روغتیا برخه کې نورو نړیوالو فعالو سازمانونو ته ورکړي.

ښاغلي ټرمپ دا پرېکړه د تېرې جمعې په ورځ (مې ۲۹مه/غبرګولي ۹مه) د هانګ کانګ له تجارتي او مسافرتي امتیازاتو لغوه کولو سره هم‌مهاله اعلان کړه.

هغه وویل: "نړۍ اوس د چین دولت له ناوړه چلن سر ټکوي... هغه ناوړه کړنه چې په نړۍ کې د کورونا وېروس د خپرېدو له کبله ۱۰۰ زره امریکایان مړه شول."

د امریکا ولسمشر چې کابو ۱۰ ورځې وړاندې یې هم د ملګرو ملتونو د روغتیايي سازمان پر کړنو سختې نیوکې کړې وې، ګواښ کړی و چې له دې ادارې سره به اړیکې غوڅې کړي.‌

دی پر دې باور دی چې ‌د چین دولت "د روغتیا پر نړیوال سازمان فشار راوړی و چې د (کورونا وېروس په اړه) نړۍ لارورکې کړي."

"ګڼ کسان مړه شول او ژورو اقتصادي ټکانونو پر ګرده نړ اغېز وکړ".

ښاغلي ټرمپ ۱۰ ورځې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ته د ۳۰ ورځني ضرب الاجل په ټاکلو ګواښ کړی و چې دا اداره دې اساسي بدلونونه راولي که نه امریکا به له دې سازمان سره د مرستو خپله برخه په دایمي ډول پرې ودروي او د غړیتوب په اړه به له سره غور وکړي.

ټرمپ د مې پر نهمه د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس اډانوم ګیبریسیوس ته پر خپل ټوېټر یو څلورمخیز لیک خپور کړی و.

په دې لیک کې ټرمپ پر دې سازمان خپلې مخکېنۍ نیوکې لیکلې وې، خو اصلي خبره یې "د چین له منګولو د دغه سازمان د ناخپلواکۍ په اړه خبرداری" و.

د انځور حقوق Reuters

د روغتیا نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو اړونده اداره ده چې امریکا یې له لویو مالي ملاتړو ګڼل کېږي او په کال کې ۵۰۰ میلیون ډالر ورکوي.

ټرمپ ویلي:‍ "په داسې حال کې چې امریکا هر کال ۴۰۰ تر ۵۰۰ میلیون ډالر د روغتیا نړیوالې ادارې ته ورکوي، د چین ونډه یوازې ۴۰ میلیون ډالر یا تر دې کمه ده او امریکا حق لري چې ددغه سازمان د غوره ځوابوینې غوښتنه وکړي".

وړاندې،‌ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرېش ویلي وو، اوس د روغتیا نړیوالې ادارې د سرچینو کمولو مناسب وخت نه دی:

"اوس د دې ورانوونکې وبا د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې اوږه په اوږه همکارۍ او یووالي وخت دی".

"د یو بل ملامتولو سره د روغتیا له روان عمومي کړکېچ، نه خلک او نه هېواد ژغورلی شو، خو ولسمشر ټرمپ بیا هم نور په فرضي تېروتنو تنبه کوي او دا ناسمه ادعا هم کوي چې کورونا وېروس ته د امریکا د حکومت غبرګون بې ساری دی".

د هغه په خبره، د نړیوالې وبا بهیر کې له روغتیا نړیوال سازمان سره مرسته درول "بې مسوولیته، بې منطقه او خورا ساده دي".